اسرائیلي رسنیو د عراق خلاف نوي فضا جوړونو ته مخه کړې ده
پارس ټوډي- صهيونيسټي سرچینو په دا وروستیو شپو ورځو کې د عراق په خلاف يوه نوي فضا جوړه کړې او ادعا کوي چې دغه رژیم د عراق له خوا له احتمالي خطرې سره مخ کېدو ته چمتو کېږي چې د ډ رونز یا توغندوي حملو او یا د مځکنیي پرمختګ په شکل کې به وي.
یوې اسرائیلي رسانۍ پرون ادعا وکړه چې د دغه رژیم چارواکي او د اسرائیلو استخباراتي او ځانګړي عملیاتو اداره (موساد) د عراق له خوا د راتلونکي خطرې دمخنیوی په خاطر چمتو کېږي چې د ډورنز یا راکټي حملو یا حتى د سورئې او اردن له لارې د دپولې له لارې دخو ځښتونو په شکل کې به وي. صهيونيیسټي رسانۍ «والا» ادعا کړې چې د شمالي جبهې د قوماندانۍ په سرچینو کې د دې احتمالي خطرې په باب خبرداری ورکړی او د دې رژیم پوځ او موساد هم د عراق له خوا د دغې خطرې د مخنیوی لپاره ځان تیاوري . والا زياته يې کړه: احتمال دا دی چې د عراق له خاورې د راکټي اوډرونز حملې د اسرائيلو په ضد د وروستیو وسپينیزو عملیاتو په څېر وي، خو دویمه لاره، يو مځکنئ مانوره ده چې له عراق څخه پیلېږي او د سورئې خوا ته ځي او له هغه ځايه شايد د اردن نیواکي سرحدونو ته ورسېږي. د عراق خلاف ددغې اسرائیلي سرچينې ادعا په داسې حال کې ده چې د امريکا د جګړې وزير هم د سيمه ييزو پوځي عملیاتو د نږدې کېدو خبر ورکړی او بغداد ته ئې خبرداری ورکړی چې په دې اړه ورته توضیح ورکړي.