-
په کندهار او زابل ولایتونو کې ستنو شویو کډوالوته د هستوګنو ښارګوټو دویمی برخې،ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
May 29, 2025 08:55د ښار او کورجوړولو سرپرست وزیرمولوي حمدالله نعمانی وویل تر اوسه دهیواد په پنځه ویشت ولایتونوکې ستنو شویو کډوالو ته دسرپناه په موخه ښارګوټي ځانګړې شوي او عملا پکې د مځکو د ویش لړۍ دوام لري
-
د پاکستاني جنرال روښانه خبرداری: د ایران په ضد د ګواښونو د پای یوازنۍ لاره د اټومي وسلو ترلاسه کول دي!
May 29, 2025 00:54زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال «خالد نعیم لودهي» د ایران توغندوي توان او پرمختللیو سیسټمونو ته په اشارې سره چې پراختیا یې موندلي ده وویل که چیرې ایران د اټومي خولیو د جوړولو ټیکنالوژۍ هم ترلاسه کړي او د هغه د قومندنۍ جوړښت او کنټرول هم کامل ووسي نور به د ایران د موجودیت پرضد هیڅ ډول ګواښ نه وي.
-
د پاکستان د اټومي بمونو د ازمویلو اوویشت کلونه پوره شول
May 28, 2025 10:23زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لخوا د اټومي بمونو د ازمویلو اوویشت کلونه پوره شول او پاکستان په نولس سوه اته نویم میلادي کال کښې په نن ورځ د هندوستان لخوا د اټومي بمونو د ازمویلو ځواب ورکړی و چې له کبله یې د پاکستان لخوا د قوت انډول برابر شو او د دفاح حق یې ومنل شو.
-
جنوبي وزیرستان کښې د ډرون برید له کبله ۲۳ کسان ټپيان شوي'
May 28, 2025 09:40زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې له جنوبي وزیرستانه رسېدلي رپوټونه وايي، د 'یوه ډرون برید' پایله کې د ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان ټپیان شوي دي.
-
پاکستان کښې د بارانونو له کبله اوه نور کسان مړه شول
May 28, 2025 06:47زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په بیلابیلو سیمو کښې پرون د سختو بارانونو او طوفانونو له کبله تراوسه اوه کسان مړه شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم دي.
-
امام خامنه يي: موږ د اسلامي نړۍ د راتلونکي په اړه هیله مند یو / د اسلامي انقلاب له رهبر سره د پاکستان د لومړي وزیر لیدنه + انځورونه
May 27, 2025 07:54پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب معظم رهبر پر دې باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان په ګډه کار کولو سره کولای شي په اسلامي نړۍ کې اغېزمن وي او د فلسطین مسله له غلطې لارې څخه وباسي، وویل: موږ د اسلامي نړۍ راتلونکي ته هیله مند یو، او ډېری پېښې زموږ هیله مندي تاییدوي.
-
د پاکستان د پوځ قوماندان له جنرال باقري سره وکتل
May 27, 2025 12:32د پاکستان د پوځ قوماندان مارشل عاصم منیر د وسله والو ځواکونو په عمومي مرکز کې د میجر جنرل محمد باقري سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
-
پاکستان د نریندر مودي څرګندونې تشدد ته هڅوونکې وبللې
May 27, 2025 08:28د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او د نړیوالو اصولو خلاف ګڼلې دي.
-
شهباز شریف: پاکستان له ایران سره د سټراټیجکو همکاریو په مضبوطولو ژمن دی
May 27, 2025 07:12د پاکستان وزیراعظم د اسلامي انقلاب له معظم رهبر او د ایران له ولسمشر سره له کتنې وروسته وویل: پاکستان په اسلامي امت کښې د ایران د مهم مقام لپاره د ډیر اهمیت قائل دی او د سیمه ایزې صلحې او امنیت لپاره له ایران سره د سټراټیجکو ملګرتیاو پياوړتیا ته خپله ژمنه اعلانوي.
-
په بحران پسې بحران؛ په صهیونیسټي رژیم د بودجې د خسارې دباؤنه نورهم زیاتیږي
May 26, 2025 10:00پارستوډي- صهیونیستي رسنیو وئيلي دي، په غزې کې د جګړې بیا پیل د اسرائیلي رژیم د بودجې د ډيرې خسارې لامل شوی دی.