-
دفاع وزیر: ایران او پاکستان په نړیواله سویه د یو بل ملاتړي دي
Aug 03, 2025 08:58جنرال نصیرزاده تیره شپه، اسلام آباد ته د ایران د ولسمشر د سفر ترڅنګ له خپل پاکستاني همرتبه خواجه محمد آصف سره وکتل.
-
متقي په دوه اړخیزو همکاریو د غور لپاره اسلام آباد ته ځي
Aug 03, 2025 08:09ټاکل شوې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سبا دوشنبه د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایز امنیت په برخه کښې د بیاکتنې لپاره پاکستان ته لاړ شي.
-
پاکستان ته د ایران د ولسمشر سفر؛ دواړه هېوادونه ۱۱ هوکړهلیکونه لاسلیکوي
Aug 03, 2025 03:40زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اسلاماباد ته رسېدلی څو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
-
ایران او پاکستان د ګډې ازادې سیمې د جوړولو په اړه موافقه وکړه
Aug 03, 2025 02:04ایرنا خبري اژانس راپور راکړی اسلا م اباد ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر او د پاکستان د تجارت له وزیر او پاکستان د پانګونې د پلاوي او د ځانګړیو اقتصادي سیمو د تائید د شورا له سیکرټر سره د ایران د ازادو او د ځانګړي اقتصادي سیمو د لوړې شورا د سیکرټر «رضامسرور »
-
د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان خارجه وزیرانو خبرې وکړې
Aug 03, 2025 01:47ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي بیګا شپه په اسلام اباد کښې د پاکستان د خارجه وزارت په ودانۍ کښې په شتون سره د دغه هیواد د لومړي وزیر له مرستیال او خارجه وزیر محمد اسحاق ډار سره کتنه وکړه.
-
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر دې استعفا ورکړي
Aug 03, 2025 01:30زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل که چیرې د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر په صوبه کښې امنیت نشي راوستلی نو هغه باید استعفا ورکړي.
-
د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په شمول په ځینو سیمو کښې زلزله راغلي ده
Aug 03, 2025 00:55زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد او دغه راز راولپنډۍ، جهلم او د خیبر پښتونخوا صوبې په شمول ډیرو سیمو کښې زلزله راغلي ده چې شدت یې پینځه اعشاریه یو ریشټره و او دغه زلزله د ځمکې په لس کلومیټره ژوروالي کښې راغلي ده.
-
پاکستان د سیمې د سولې لپاره له ایران سره دوامداره مشارکت غواړي
Aug 03, 2025 00:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل مونږ د سیمې د سولې لپاره له ایران سره د دوام لرونکي مشارکت غوښتونکي یوو.
-
د ایران لوړپوړی دیپلومات: پاکستان ته د پزشکیان سفر د اړیکو د پیاوړتیا نښه ده
Aug 02, 2025 08:48پارستودي- په اسلامآباد کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر د مسعود پزشکیان د رسمي سفر اهداف او پروګرامونه تشریح کړل او وویل: دا سفر د ایران او پاکستان ترمنځ د ژورو کلتوري اړیکو د پیاوړتیا، په اسلامي نړۍ کې د ګډې جبهې د تقویه کولو او د بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د پراخولو لپاره د څو مهمو سندونو د لاسلیک نښه ده.
-
پزشکیان: د ایران او پاکستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې به ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړې شي
Aug 02, 2025 08:42پارس ټوډی- د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر د پاکستان پر لور د خپل سفر مخکې د تهران او اسلامآباد ترمنځ سوداګریزې اړیکې ښې وبللې او ویې ویل: موږ پلان لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې په کال کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړې کړو.