د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان خارجه وزیرانو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i163070
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي بیګا شپه په اسلام اباد کښې د پاکستان د خارجه وزارت په ودانۍ کښې په شتون سره د دغه هیواد د لومړي وزیر له مرستیال او خارجه وزیر محمد اسحاق ډار سره کتنه وکړه.
(last modified 2025-08-03T02:45:22+00:00 )
Aug 03, 2025 05:17 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان خارجه وزیرانو خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي بیګا شپه په اسلام اباد کښې د پاکستان د خارجه وزارت په ودانۍ کښې په شتون سره د دغه هیواد د لومړي وزیر له مرستیال او خارجه وزیر محمد اسحاق ډار سره کتنه وکړه.

د ایران او د پاکستان خارجه وزیرانو د اقتصادي ملګرتیا ، د  تجارت او د سیمه ئیز ثبات لپاره د ملګرتیاو د پراخولو په تمرکز سره د تهران او د اسلام اباد د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د دواړو هیوادونو په ژمنې ټینګار وکړ.

عراقچي او اسحاق ډار دغه راز د متقابلې دلچسپۍ وړ مهمو موضوعګانو په زمینه کښې د دوه اړخیزه تعامل د زیاتولو په هکله هم خبرې وکړې.

د ایران خارجه وزیر ، د صنعت او د معدن وزیر، د لارو او د ښارونو د جوړولو وزیر او دفاع وزیر پاکستان ته په دوه ورځني سفر کښې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ملګري دي.

پاکستان ته د ایران د ولسمشر سفر د دواړو هیوادونو په زړو اړیکو کښې د بدلون پیچومي ګڼل کیږي.

دغه سفر په داسې حال کښې شوی چې ایران او پاکستان د خپلو ډيپلوماټیکو اړیکو د اته اویایمې کلیزې په درشل کښې دي داسې اړیکې چې په متقابل رسمیت پيژندنې سره پیل شوې او تراوسه یې ډیرې ټیټې هسکې لرلي دي.