متقي په دوه اړخیزو همکاریو د غور لپاره اسلام آباد ته ځي
ټاکل شوې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سبا دوشنبه د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایز امنیت په برخه کښې د بیاکتنې لپاره پاکستان ته لاړ شي.
د فارس خبري اژانس د خبریال په وینا، افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو د وزیرانوله سفر وروسته، باوري سرچینې وايي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به د دوشنبې په ورځ د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته لاړ شي.
د سرچینو په وینا، ټاکل شوې ده چې امیر خان متقي به اسلام آباد ته د دې رسمي سفر په لړ کې د وزیراعظم په شمول د پاکستان له لوړ پوړو سیاسي او پوځي چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث وکړي.
د افغانستان د چارو کارپوه سلیم پیګیر په دې اړه وویل: "له پاکستان سره پر منفي مسئلو سربیره، ډیر ګډ شیان هم لرو. که پاکستانیان په صادقانه توګه عمل وکړي او په خپلو وعدو ژمن پاتې شي نو باور لرو چې له پاکستان سره زمونږ اړیکې به ښې شي."