-
د چین لومړی وزیر سبا پاکستان ته ورځي
Oct 13, 2024 11:29زمونږ خبریال راپور راکړی د چین لومړی وزیر لي کیانګ(Li Qiang) ټاکل شوی دی چې په څلور ورځني سفر اسلام اباد ته ورشي چې د پاکستان له پوځي قومندانانو او حکومتي چارواکو سره کتنه وکړي او دغه راز د شانګهايي د ملګرتیا موسسې په غونډې کښې هم ګډون وکړي.
-
د پیغمبر په شان کې د هندو پنډت په سپکاوي باندې په اعتراض کې کشمیریانو سترې مظاهرې وکړې
Oct 13, 2024 02:49د کشمیر رسندوي خدماتو مرکز راپور ورکړی دی چې خلک د سرینګر ،بډګام،بارامولا،بانډيپوره ،کوپواړه او درست جنوبی کشمیر پشمول په مختلفو سیمو کې د جمعې لمانځه له ترسره کیدا وروسته سترې مظاهرې وکړې او ددغه افراطي هندو پنډت د فوري نیولو اوسزا کولو غوښتنې ئې کولې.
-
پاکستان دعربستان ددفاعي ځواک د ظرفیّتونو له زیاتولو سره مرسته کوي
Oct 13, 2024 02:46د پاکستان د پوځ د آئي ایس پي آر د اعلامیې په اساس،ددفاعی صنائعو په حوزې کې د عربستان او پاکستان د ملګرتیاؤ د ټولګې اومه غونډه د ریاض په کوربتوب سره ترسره شوه.
-
د ایران او پا کستان د ګاونډیو صوبو کلتوری راشه دیرشه زیاتیږي
Oct 13, 2024 02:43د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کې د ایران کسنولګرۍ او کلتوری خونې مسئول او کلتوري آتاشي سید ابوالحسن میري د پاکستان د پلوچستان دصوبائي جرګې له مشر عبدالخالق اڅکزي سره کتنه کړې او دواړو په علمي ، پوهنتوني ،کلتوري حوزو کې او د اغیزشیندونکو ځوانانو او میرمنو د توانمنیو دملاتړ په حوزو کې ددواړو ګاونډیو صوبو د ملګرتیاؤ په باب سره خبرې اترې وکړې.
-
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي نن به 'ټینګه پرېکړه' کېږي
Oct 13, 2024 09:19زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په خیبر سیمه کې د پښتنو قامي جرګې لومړۍ ورځ پرون پای ته ورسېده او د ورځې پای کې د پښتون ژرغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین خبریالانو ته وویل
-
په ایران کې د افغانانو الیکټرانیک پيژندپاڼو ویشل زر پلیږي
Oct 13, 2024 01:29د افغانستان د طالبانو د حکومت د احصایو اواطلاعاتو د ادارې ویندوي ووئيل،د مهاجرینو حقوقي وضعیّت د ښه کولو او پيژندپاڼو ته د دوي د لاس رسي په لړ کې به په ایران کې ډیر زر د افغانستان د الیکټرانیک پيژندپاڼو د ویشلو بهیر پیل شي.
-
په پاکستان کې د فارسي ژبې له زده کړې سره دلچسپي زیاته شوې
Oct 13, 2024 01:02سحاب – د پاکستان په ترټولو لوي بندري ښار کراچۍ کې د ایران کلتوري خونې په دغه ترټولو لوي ښار کې د فارسي ژبې له زده کولو سره دلچسپي ترپام وړ پورې د زیاتیدا خبر ورکړی.
-
که د غزې او لبنان مقاومت نه وي،نو اسرائیل به کوم عرب هیوادونه ونیسي؟
Oct 13, 2024 01:42پارس ټوډې - د صهیونیسټ رژيم د یوه سیاستوال د ادعا په اساس داسرائيلي رژيم پولې باید له لبنانه ترعربستان پورې وي، البته دمقاومت په نامې سره لوي خنډ ددوي په لاره کې موجود دی.
-
آیا امریکا غواړي په ختیځي آسیا کې دوهم مینځنی ختیځ رامینځةکړي؟
Oct 13, 2024 01:16پارس ټوډې – په ختیځي آسیا سیمې کې د امریکا لاسوهونکو سیاستونو د ځينو کارپيژاندو انندیښنې راپارولي دي.
-
پوهنتون باید هیواد د علم او ټيکنالوجۍ لوړې څوکې ته ورسوي
Oct 12, 2024 12:47سحاب – د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل؛پوهنتون باید هیواد دټيکنالوجۍ او ساینس لوړې څوکې ته ورسوي.