آیا  امریکا غواړي په ختیځي آسیا کې دوهم مینځنی ختیځ رامینځةکړي؟
(last modified Sun, 13 Oct 2024 00:16:25 GMT )
Oct 13, 2024 04:46 Asia/Kabul
  • آیا  امریکا غواړي په ختیځي آسیا کې دوهم مینځنی ختیځ رامینځةکړي؟

پارس ټوډې – په ختیځي آسیا سیمې کې د امریکا لاسوهونکو سیاستونو د ځينو کارپيژاندو انندیښنې راپارولي دي.

د چین ډیری  کارپوهانو د جنوب ختیځې آسیا د ټولنې (آسه آن) دغونډې  د ترسره کیدا په څنډې کې  په دغې حوزې کې د متحده ایالاتو  دسیاستونو په تشریح کولو سره  په دې چې واشنګټن  دنښتو په رامینځةکولو سره  دغه سیمه  په دوهم مینځني ختیځ  بدله کړي اندیښنه ښودلې ده .

پارس ټوډې  راپور ورکړی، د جنوبی چین د سمندري  مطالعاتو په ملي موسیسې کې  دنړۍ د سمندري څواک د څیړنیز مرکز مدیر چن شیانګ میائو په یولړ څرګندونو کې ووئيل، که څه هم  په جنوب ختیځي آسیا سیمې کې  وضعیّت  دمګړئ سوله ایز دی  ، خو د آسه آن ټولنې غړي  اندیښمن دي  چې که ا مریکا په دغې سیمې کې اړئ ګړئ  رامینځةکړي ،نو ممکنه ده دغه سیمه په دوهم مینځني ختیځ بدله شي.

هغه زیاته کړه، لکه څنګه  چې  دآسه آن غړي هیوادونه  په مینځني ختیځ کې  زیاتیدونکي تاؤتریخوالي  او د روسیې او اوکراین ترمینځ  جنګ څاري ،دغه غونډه  دبحران دمدیریّت په باب د بحث لپاره یو فرصت برابروي.

 چن زیاته کړې ده ؛د  جنوبی چین دسمندري شخړو  دحل لپاره  بهرني ظرفیّتونه  به یوازې وضعیّت  لابدتر کړي.

په عین حال کې، د بیجینګ یو لوړپوړي چارواکي  فه فرانس پریس خبری آژانس سره په خبرو کې ټينګار کړی دی،د چاپان لومړي وزیر شیګرو ایشیبا به د آسه آن  دغړو هیوادونو د غونډې په څنډې کې د غړو هیوادونو له مشرانو سره  لیده کاته وکړي،څو له هرډول ګواښ سره دمقابلې لپاره  دآسیائي ناټو د رامینځةکولو آئيډیا مطرح کړي. 

 آسیه آن ټولنه د جنوبی آسیا د هغو لسو هیوادونو ټولګه ده چې  د ۱۹۶۷ کال د اګست په اتمه نیټه د تایلینډ،سنګاپور،فیلیپین،ملایشیا او انډونیشیا  په وسیله جوړه شوې ، وروسته ،یتنام ،میانمار،لائوس، کمبوډیا اوبرونائي هم ورسره یو ځاي شول.د آسه آن غړي  هیوادونه پخپل نسبی ثبات او د پام وړ آبادۍ سره، د ګټورې او اقتصادي ودې  لپاره د لازمو سرچینو ډکه یوه سیمه حسابیږي.