-
یوناما افغانستان ته د مرستې په لاره کې خڼدونه لیرې کړي
Nov 21, 2023 11:18د تسنیم خبري آژانس له راپور سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د سیاسي څانګې مشر د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د دفتر له مشر سره په لیدنه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو په نوښت به د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي چې طالبان به یې مهمه برخه وي.
-
د مقاومت جبهه به صهیونیسټان له منځه یوسي
Nov 21, 2023 09:22د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ټینګار وکړ چي د مقاومت جبهه به صهیونیسټان له منځه یوسي.
-
د افغانستان طالبان باید له ترهګرو سره مقابله وکړي
Nov 20, 2023 00:56د پاکستان لومړي وزیر انور الحق کاکړ یوځل بیا په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د شتون د ادعا په تکرارولو سره وویل د افغانستان طالبان یا په خپله له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره مقابله وکړي یا هغوې پاکستان ته وروسپاري.
-
له پیښور څخه هم د افغانستان د کډوالو ایستل پیل شول
Nov 19, 2023 09:11تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان رسنیو راپور ورکړی دی چې د هیواد پولیسو له پیښور ښار څخه د افغانستان د کډوالو د ایستلو او د هغوې د نیولو بهیر پیل کړی دی.
-
په سوریه کې پر ایراني ځواکونو هر ډول برید ته به سخت ځواب ورکړو
Nov 19, 2023 04:03د فارس د خبر له مخې؛ حسین امیرعبدالهیان له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: د هغه خبرونو له مخې چې زما په لاس کې دي، د ایراني ځواکونو هېڅوک موخه نه دی ګرځول شوی او البته که داسې پېښه وشي، ایران به سخت ځواب ورکړي.
-
په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۵۰ زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي
Nov 19, 2023 02:20د ایران د بې اسناده کډوالو ملي ادارې د مدیریت مسئول وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۵۰ زره افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل، بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
-
د سوریې په ختیځ کې د امریکا پوځي اډې په نښه شوي دي
Nov 19, 2023 02:05د یکشنبې په سهار خبري سرچینو خبر ورکړی چې د سوریې په ختیځ کې د الکونیکو په میدان کې د امریکا پوځي اډه د راکټي برید په ترڅ کې په نښه شوې ده.
-
یوه نیمه میاشت وروسته د ټولو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلانېږي
Nov 19, 2023 01:29پاکستاني چارواکي وایي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له میاشتې څخه به له دغه هېواده د ټولو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیلوي.
-
۶۰کلن غلامحضرت له پکتیا پوهنتون څخه خپل د فراغت سند ترلاسه کړ
Nov 19, 2023 01:14۶۰کلن غلامحضرت د پکتیا پوهنتون تر ټولو لوړ عمرلرونکی زدهکړیال دی، چې د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند پښتو ادبیاتو څانګې څخه یې خپل د فراغت سند ترلاسه کړ.
-
د افغانستان د طالبانو په وړاندې د پاکستان په بهرنی سیاست کې اوڅاره بدلون
Nov 18, 2023 10:02د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان د طالبانو له حکومت سره ددغه هیواد د وروستیو تاؤتریخوالو په باب په یولړ بې مخینې څرګندونو کې ووئيل، یوازې هغه مهال به چې په افغانستان کې یو روا او قانوني حکومت واک ته ورسیږي،ددواړو هیوادونو په اړیکو کې به ښه والی رامینځةشي.