یوه نیمه میاشت وروسته د ټولو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلانېږي
پاکستاني چارواکي وایي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له میاشتې څخه به له دغه هېواده د ټولو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیلوي.
د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي ویلي، له پاکستانه د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر به د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې پای ته ورسېږي او له هغه وروسته به اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي.
هغه دې ته په اشارې سره چې د افغانستان کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې، وویل، اوس افغانان کولای شي خپل هېواد ته ستانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه له دغه هېواده د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او تراوسه یې لسګونه زره تنه بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې د سپین بولدک او تورخم له لارې تر ۳۰۰ زرو ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
له پاکستان څخه د بېاسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر د افغانستان د سرپرست حکومت په ګډون، د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو له غبرګون سره مخ شوی دی، خو پاکستان په دې برخه کې په وار وار له خپلې دغې پرېکړې دفاع کړې او دا یې د پاکستان د امنیت لپاره مهم اقدام بللی دی.