له پیښور څخه هم د افغانستان د کډوالو ایستل پیل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141790-له_پیښور_څخه_هم_د_افغانستان_د_کډوالو_ایستل_پیل_شول
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان رسنیو راپور ورکړی دی چې د هیواد پولیسو له پیښور ښار څخه د افغانستان د کډوالو د ایستلو او د هغوې د نیولو بهیر پیل کړی دی.
(last modified 2023-11-19T04:46:17+00:00 )
Nov 19, 2023 09:11 Asia/Kabul
  • له پیښور څخه هم د افغانستان د کډوالو ایستل پیل شول

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان رسنیو راپور ورکړی دی چې د هیواد پولیسو له پیښور ښار څخه د افغانستان د کډوالو د ایستلو او د هغوې د نیولو بهیر پیل کړی دی.

پاکستان له یوې میاشتې الټي میټم ورکولو وروسته د نوامبر د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د هیواد له اکثرو ښارونو څخه د افغانستان د ښاریزو چې د هستوګنې قانوني اسناد نلري د ایستلو کار پیل کړی دی.

د دغه پلان پراساس به له پاکستان څخه یواعشاریه څلور میلیونه افغان کډوال وویستل شي.

داسې موضوع چې د پاکستان او د افغانستان په اړیکو کښې په یوه چیلنج بدله شوي ده.

له پاکستان څخه د افغانستان د بې سنده کډوالو د ایستلو له پلان سره له داخلي او نړیوالو مخالفتونو سره په یووخت « اکسپرس ټریبون» ورځپاڼې په یوه راپور کښې وویل د پاکستان موقته حکومت په پیښور ښار کښې هم د افغانستان د ښاریزو د نیولو او د هغوې د ایستلو کار پیل کړی دی.

دغه راپور زیاتوي د افغانستان د نیول کیدونکو کډوالو د ساتلو لپاره د پیښور ښار په «ناصر باغ» سیمه کښې یو ځانګړی کیمپ جوړ کړی شوی دی.

رسمي سرچینو اکسپریس ټریبون ورځپاڼې ته وویل د پاکستان پولیس د افغانستان د کډوالو د راغونډولو او د هغوې د انتقالولو په حال کښې دي او لومړۍ نیول شوي کسان د «جمعه خان» په نوم د ساتنې مرکز ته انتقالیږي او بیا افغانستان ته استول کیږي.

د پاکستان د رسنیو د راپور پراساس د افغانستان څه د پاسه درې لکه اولس زره کډوال د تورخم او د چمن له سرحدي لارو افغانستان ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو سترې کمشنرۍ له دې مخکې ټینګار کړی و له پاکستان څخه د افغانستان د کډوالو په زوره ایستل به په افغانستان کښې انساني کړکیچ لا پسې ژور کړي.