-
د طالبانو رسمیت پېژندل د نجونو د تعلیم په برخه کې د دوی د ژمنې له عملي کېدو سره تړاو لري
Sep 18, 2023 09:49د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همږغوونکی جان کربي وايي، د طالبانو نړیوال مشروعیت دې سره تړاو لري چې دوی نجونو ته د زده کړو د حق ورکولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
-
افغانستان کې د پوځي عملیاتو په اړه د پاکستان خبرداری/ مجاهد: افغان طالبان به یې ځواب ورکړي
Sep 18, 2023 09:36د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي چې پاکستان به له اړتیا سره سم په مشخص وخت کې د ځان د دفاع لپاره په افغانستان کې پوځي عملیات وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې دغه هېواد حق لري، څو د ځان او خپلو خلکو د دفاع لپاره په دې برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي.
-
روان کال د ناچاوده توکو له امله نږدې ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Sep 18, 2023 08:47د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ مشر نورالدین رستمخېل وايي چې د ۲۰۲۳ زیږدېز کال له پېله تر اوسه په ټول افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې نږدې ۴۰۰ کسانو ژوند بایللی او یا هم ټپیان شوي دي. د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، رستم خېل زیاتوي، چې په دې موده کې له ۲۰۰ ډېرې پېښې رامنځته شوي، چې له امله يې له ۱۲۰ ډېرو کسانو ژوند بایللی او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
-
د افغانستان او پاکستان مشرانو د شته ؤ ترینګلتیاؤ د ختمولو په سر مشوره کړې
Sep 18, 2023 02:23د پاکستان موقته لومړي وزیر انوار الحق کاکړ د افغانستان د طالبانو دحکومت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند ته په یوه لیک کې د متقابلو ګټو دتامینولو لپاره ددواړو هیوادونو د غږمله هلوځلوپر ضرورت ټینګار کړی دی.
-
دداخلی او بهرنیو پانګوالو لپاره دې آسانتیاوې برابرې شي
Sep 18, 2023 01:36د افغانستان د طالبانو رهبر دپه دغه هیواد کې د داخلی او بهرنیو پانګوالو د آسانتیاؤ لپاره یو کمیشن جوړ کړ.
-
په پاکستان کې دافغان کډوالو نیول هماغه راز دوام لري
Sep 18, 2023 01:25په داوروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان پناه غواړو د نیولو،زنداني کیدا اویا د ویرستلو او دغه راز له دوي سره د بدچلنۍ موضوع ددواړو هیوادونو په اړیکو کې په یوه چیلنج بدله شوې ده.
-
افغان طالبانو پاکستان له داعشي ترهه ګرو سره په چلند کې په لټۍ تورن کړ
Sep 18, 2023 01:15د افغان طالبانو او د پاکستان اړیکې همدااوس د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د ترهه ګرې ډلې دفعالیتونو په شمول دمختلفو مسئلو په سر سره ډيرې ترینګلي شوي دي.
-
مقاومت د ځواب ویلو له اړخه په تر ټولو ښه حالت کې دی
Sep 17, 2023 11:20د ایران د بهرنیو چارو وزیر له الوفاق ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: د مقاومت محور د ځواب ورکولو د توان له اړخه په غوره حالت کې دی.
-
پاکستان او د کډوالو او د سرحدي ننګونو دوام
Sep 17, 2023 12:38د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر له افغانستان او هند سره د دغه هېواد په ګډو پولو باندې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو په اعلان سره وویل: دغه حالت به د پاکستان د راتلونکو ټاکنو د ځنډېدو سبب نه شي.
-
د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي
Sep 17, 2023 10:32د سرپرست حکومت ویاند وايي، د افغان سوداګرو د نه تاواني کېدو او پر یوه ترانزیټي مسیر د نه تکیه والي په موخه د ایران د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.