پاکستان او د کډوالو او د سرحدي ننګونو دوام
د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر له افغانستان او هند سره د دغه هېواد په ګډو پولو باندې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو په اعلان سره وویل: دغه حالت به د پاکستان د راتلونکو ټاکنو د ځنډېدو سبب نه شي.
د انوارالحق کاکړ په وينا، که څه هم د پاکستان په لوېديځو او ختيځو پولو کې د اندېښنې وړ حالت دى، چې هلته امنيتي ګواښونه او د اړتيا وړ ځوابي ميکانيزم په ډېرېدو دى، خو وضعيت تر کنټرول لاندې دى او له دې سره سم به د پاکستان د ټاکنو پروسه بشپړه شي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې له خپلو دوو ګاونډیو افغانستان او هند سره، له بېلابېلو سرحدي ننګونو او همداراز له ترهګرۍ سره مخامخ دی. په بل عبارت، دا ویلای شو چې پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له خپلواکۍ راهیسې له خپلو ګاونډیانو سره له دغو ننګونو سره مخ دی او د حل لاره یې نه شته، د پاکستان او هند تر منځ تر ټولو مهمه سرحدي او ځمکنۍ شخړه د کشمیر مالکیت دی او له افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښه، چې په افغانستان کې هېڅ حکومت نه ده منلې او اوس طالبان هم په دې اړه بنسټیز بحث کوي.
د سیاسي چارو کارپوه مرتضی حیدر په دې اړه وايي:
"هغه مسائل چې د پاکستان موقت لومړی وزیر د سرحدي مسلو او ترهګرۍ په اړه راپورته کوي، نوې مسلې نه دي، بلکې دا وضعیت له لسیزو راهیسې روان دی، خو هغه څه چې د کاکړ له قوله مهم بلل کېدای شي، هغه د پاکستان راتلونکي ټاکنې دي، چې د پاکستان موقت لومړی وزیر د مهمو او بنسټیزو مسلو په مطرح کولو سره د پاکستان د عامه افکارو د جلبولو په لټه کې دی.
د سرحدي ستونزو او ترهګرۍ تر څنګ، بله مهمه مسله چې پاکستاني ټولنه پکې ښکېله ده، د افغان کډوالو مسله ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د دغه هېواد او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې یوه مهمه موضوع ګرځېدلې ده. له همدې امله د پاکستان موقت لومړي وزیر په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت د تنظیمولو مسلې ته د خپل پام یوه برخه اړولې ده.
انورحق کاکړ په دې اړه په خپل وروستي دريځ کې، افغان کډوال په درېیو برخو، په هغو کسانو چې د حکومت له خوا راجستر شوي، د استوګنې له اسنادو پرته کسان او د جعلي هويت پر کسانو وويشل او اعلان يې وکړ، هغه افغانان چې ويزې نه لري بېرته به خپل هېواد ته ستانه شي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د شتون په اړه سخت دریځي په دوو موخو ترسره کېږي. لومړی دا چې په پاکستان کې ځینې کړۍ دا اوازې خپروي چې دغه کډوال په قاچاق او ځینو ټولنیزو ناخوالو کې لاس لري او دویم هدف دا دی چې پر افغان طالبانو د فشار راوړلو لپاره له کډوالو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
د پاکستان د موقت لومړي وزیر څرګندونې چې له افغانانو سره د استوګنې له اسنادو پرته د چلند په برخه کې پخوانی نرم چلند د بېلابېلو ټولنیزو زیانونو او همدارنګه د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شوی دی، د دې ښکارندویي کوي چې کاکړ هڅه کوي ځان د پاکستان خلکو ته د یوه وړ او مسئول صدراعظم په توګه وښيي.
د سیمې د چارو کارپوره منصور احمد خان په دې اړه وايي:
"په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزه د دواړو خواوو تر منځ یوه اوږدمهاله ننګونه ده، په ځانګړې توګه د شوروي سرو لښکرو له خوا د افغانستان له اشغال راهیسې چې د حل لپاره یې د اسلام اباد حکومت ټولې هڅې تراوسه بریالۍ نه دي. له دې سره، د پاکستان موقت حکومت د کډوالو د مسلې په اړه ډېر حساس دی او له پاکستان څخه د دوی د تګ راتګ منظمول هغه څه دي چې اسلام آباد باور لري چې ناامني پای ته رسولی شي."
د پاکستان موقت لومړي وزیر اعلان وکړ چې ترهګر د افغان ناروغانو د مرسته کوونکو په توګه پاکستان ته ننوځي، چې دا په دې برخه کې د موقت حکومت حساسیت ښيي، خو که څه هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د موقت حکومت سخت دریځي ښايي په دې برخه کې یو اصولي اقدام وي. داسې ښکاري چې له کډوالو سره د پولیسو په چلند کې یو ډول ګډوډي رامنځته شوې ده او ځینې سرچینې له کډوالو څخه پیسو اخیستلو خبر ورکوي. عيني شاهدان وايي، پاکستاني پوليس د شپې له خوا د افغان کډوالو کورونو ته ننوځي او حتی د دغه هېواد ويزې لرونکي کسان له ځانه سره وړي. هغه مسله چې څو ځله د افغان کډوالو له اعتراض سره مخ شوې ده.