په پاکستان کې  دافغان کډوالو نیول هماغه راز دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i138678-په_پاکستان_کې_دافغان_کډوالو_نیول_هماغه_راز_دوام_لري
په داوروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان پناه غواړو د نیولو،زنداني کیدا اویا د ویرستلو  او دغه راز له دوي سره د بدچلنۍ موضوع  ددواړو هیوادونو په اړیکو کې  په یوه چیلنج بدله شوې ده.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Sep 18, 2023 01:25 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې  دافغان کډوالو نیول هماغه راز دوام لري

په داوروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان پناه غواړو د نیولو،زنداني کیدا اویا د ویرستلو  او دغه راز له دوي سره د بدچلنۍ موضوع  ددواړو هیوادونو په اړیکو کې  په یوه چیلنج بدله شوې ده.

د پاکستان امنیتی ځواک په دغه هیواد کې د افغان پناه غواړو دنیولو په دوام کې بیا نور دوه سوه افغان کډوال نیولي دي.

په داوروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان پناه غواړو د نیولو،زنداني کیدا اویا د ویرستلو  او دغه راز له دوي سره د بدچلنۍ موضوع  ددواړو هیوادونو په اړیکو کې  په یوه چیلنج بدله شوې ده.

تسنیم خبری آ ژانس راپور ورکړ،  دپاکستان پولیسو پرون د  اسلام اباد په سبزي منډئئ کې  په یولړ عملیاتو کې کابو دوه سوه نور افغان کډوال ونیول.

دپاکستان رسندویو  تیره اونۍ هم  په پاکستان کې د  افغان کډوالو  دنیولو  په دوام کې اعلان کړی ؤ  چې  ددغه هیواد امنیتی ځواک په تیرو څلورو ورځو کې کابو درې سوه افغان کډوال  چې قانوني مدرکونه هم ورسره وو،نیولي دي. په عین حال کې د پاکستان موقته  لومري وزیر انوار الحق کاکړ  پرون نیویارک ته له تلو مخکې  وئيلي دي ، هغه افغانان چې ویزه او یا د پاتیکیدو قانوني  مدرکونه نه لري او یا په جعلی هویّت سره اوسیږي ، بیرته به افغانستان ته ستانه کړئ شي  او دغه شان کسان په پاکستان کې هستوګن نشي کیدلی.