-
د ایران خارجه وزیر کراچۍ ته ولاړ
Aug 04, 2023 12:11د مهرحبری اژانس له راپور سره سم حسین امیر عبداللهیان به نن کراچي ته به په سفر کی د ځای حکومت له چارواکو او تاجرانو سره کتنه او خبری اتری وکړی .
-
افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره ګواښ نه دی
Aug 04, 2023 12:40په پاکستان کې د څو ترهګریزو بریدونو له رامنځته کېدو وروسته، د دغه هېواد د لومړی وزیر او بهرنیو چارو وزیر په ګډون یو شمېر پاکستانی چارواکو ویلی، چې دغه بریدونه په افغانستان کې تنظیم شوی وو.
-
د طالبانو له لورې په پاکستان کې تروریستي بریدونو کې لاس لرل رد شول
Aug 04, 2023 02:26په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند پاکستان کې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د لاس لرلو ادعا رد کړه.
-
په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو
Aug 03, 2023 10:34د پرانیسې په دغو مراسمو کې سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ياد هېواد د سوداګرۍ وزیر او د خصوصي سکټور استازو برخه اخيستې وه. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
رسنۍ دې تر دې وروسته دجګړې پر ځای د سولې ټینګښت په تړا و راپورونه چمتو کړي
Aug 03, 2023 09:00د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې په جلال آباد کې رسنوالوته د سولې په ټینګښت کې د رسنیو ونډه تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چمتو کړی وو چې رسنوالو ته د سولې په ټینګښت کې د رسنوالو پر ونډه خبرې اترې وشوې. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
له طالبانو څخه د شهباز شریف غوښتنه
Aug 03, 2023 09:54د پآکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خیبر پښتونخوا په ایالت کې له خونړی ترهګریز برید څخه وروسته، د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي ترهګرو ته د پاکستان په ضد د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي او د هغوی په ضد اقدامات وکړي.
-
اسلام آباد ته د ایران د خارجه وزیر د سفر په هکله د پاکستان د حکومت اعلامیه
Aug 03, 2023 09:22پاکستان ته د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په مشری د پلاوي په رسېدو سره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي دغه سفر د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا او په سیمه کې د همکاریو د زیاتوالې په لړ کې تر سره کیږي.
-
باجوړ کې د شوي برید په پایله کې د ۸ ماشومانو مړینه تائید شوه
Aug 03, 2023 09:15د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې څو ورځې وړاندې د جمیعت علمآؤ اسلام ډلۍ په یوې غونډې د شوي برید د وژل شویو کسانو شمېر ۶۳ تنو ته ورسید چې په کې ۸ ماشومان شامل دي.
-
قطر له افغانانو سره د مرستو لپاره پر یو میکانیزم کار کوي
Aug 03, 2023 08:12د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي په دوحه کې د نړیوالو همکاريو لپاره د قطر له وزیرې لولوة الخاطر سره لیدلي دي.
-
د اسلامي ایران او د پاکستان په اړیکو کښې نوی باب رامینځته شوی
Aug 03, 2023 00:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پاکستان او د ایران د نږدې اړیکو په اهمیت باندې ټینګار سره وویل د ایران په دیارلسم حکومت کښې د دواړو ګاونډیو هیوادونو په اړیکو کښې د نوي باب بنسټ کیښودل شوی دی.