افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره ګواښ نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136634-افغانستان_د_سیمې_د_هېوادونو_لپاره_ګواښ_نه_دی
په پاکستان کې د څو ترهګریزو بریدونو له رامنځته کېدو وروسته، د دغه هېواد د لومړی وزیر او بهرنیو چارو وزیر په ګډون یو شمېر پاکستانی چارواکو ویلی، چې دغه بریدونه په افغانستان کې تنظیم شوی وو.
(last modified 2023-08-04T08:19:03+00:00 )
Aug 04, 2023 12:40 Asia/Kabul
  • افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره ګواښ نه دی

په پاکستان کې د څو ترهګریزو بریدونو له رامنځته کېدو وروسته، د دغه هېواد د لومړی وزیر او بهرنیو چارو وزیر په ګډون یو شمېر پاکستانی چارواکو ویلی، چې دغه بریدونه په افغانستان کې تنظیم شوی وو.

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو په افغانستان کې د "ټي ټي پي" ډلې د غړو د شتون په اړه د یو شمېر پاکستاني چارواکو څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستانیانو لپاره غوره ده، چې د طالبانو او افغانستان پر ضد له څرګندونو ډډه وکړي.

په پاکستان کې د څو ترهګریزو بریدونو له رامنځته کېدو وروسته، د دغه هېواد د لومړی وزیر او بهرنیو چارو وزیر په ګډون یو شمېر پاکستانی چارواکو ویلی، چې دغه بریدونه په افغانستان کې تنظیم شوی وو.

همدارنګه دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو ویلي وو چې د "ټي ټي پي" ډلې غړي او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د ناټو له خوا په پاتې شویو وسلو سره د پاکستان د پوځ پر ضد فعالیت کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مولوي عبدا... مختار معین تمني ویلي چې د سیمې اکثره هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه پېچلې څرګندونې کوي او غوره ده چې په خپلو څرګندونو کې حقیقت په پام کې ونیول شي.

 دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو چارواکو په وار وار د ملي امنیت د تامین، د ترهګرو ډلو د نه شتون او همدارنګه د نورو جنایتونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارولو خبرې کړې دي.خو دسیمې ډیر هیوادونه د طالبانو دا ادعاګانې نه مني .