د ایران خارجه وزیر کراچۍ ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136624-د_ایران_خارجه_وزیر_کراچۍ_ته_ولاړ
د مهرحبری اژانس له راپور سره سم حسین امیر عبداللهیان به نن کراچي ته به په سفر کی د ځای حکومت له چارواکو او تاجرانو سره کتنه او خبری اتری وکړی .
(last modified 2023-08-04T07:42:43+00:00 )
Aug 04, 2023 12:11 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر کراچۍ ته ولاړ

د مهرحبری اژانس له راپور سره سم حسین امیر عبداللهیان به نن کراچي ته به په سفر کی د ځای حکومت له چارواکو او تاجرانو سره کتنه او خبری اتری وکړی .

 

د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د لوړ رتبه سیاسي ، پارلیماني او اقتصادي پلاوی په مشرۍ د خپل پاکستاني همڅنګ بلاول بوټو زرداری په رسمی بلنه د شورو په شپه اسلام اباد ته ولاړ .

د مهرحبری اژانس له راپور سره سم حسین امیر عبداللهیان به نن کراچي ته به په سفر کی د ځای حکومت له چارواکو او تاجرانو سره کتنه او خبری اتری وکړی .

ښاغلی عبداللهیان پاکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د پاکستان د پوځ  له مشر سره لیدلی  او د وروستیو بدلونونو په اړه یې په دوه طرفه همکاریو د نظر تبادله وکړه.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پاکستان په راولپنډۍ کې د دغه هېواد د پوځ له مشر سید عاصم منیر سره لیده کاته وکړل.

د دې لیدنې پر مهال امیر عبداللهیان او جنرال عاصم منیر د ایران او پاکستان د دوه طرفه اړیکو، نظامی او دفاعي همکاریو او د ګډو پولو د امنیت تامین په اړه خبرې وکړې.

په نږدې یوه میاشت کې د امیر عبداللهیان او د پاکستان د پوځ د مشر دویمه لیدنه ده چې ترسره کیږي، د تېرې میاشتې په ۲۵ نیټه تهران د جنرال عاصم منیر په مشرۍ د یوه لوړ پوړي نظامي پاکستاني پلاوي کوربه وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پخپلې لومړنۍ لیدنه کې د خپل پاکستاني سیال سره ولیدل او دواړه چارواکي په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې هم څرګند شول.