-
د ایراني وسلو په هکله له دروغ ویلو هدف، له اسرائیلو د لویدیځ د وسلو په ملاتړ پرده اچول دي
Sep 11, 2024 03:59د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: ځینو هیوادونو ته د ایراني وسلو د انتقال په هکله د غلطو او ګمراه کونکو خبرونو خپرول په غزې کښې له نسل وژنې د امریکې او ځینو لویدیځو هیوادونو د وسلو د غیرقانوني او پراخو ملاتړونو د پایلو د پټولو په موخه یوازې یو بد تبلیغاتي اقدام او دروغ دي.
-
ازبکستان د افغانستان اومه تېل تصفیه کوي
Sep 11, 2024 03:56د طالبانو حکومت له ازبکستان سره یوې موافقې ته رسېدلی چې پر اساس یې د افغانستان اومه تېل د ازبکستان د فرغانې د تېلو په چاڼځای کې تصفیه کېږي.
-
د ایران او روسیې د ملي امنیت شورا منشیانو ملاقات وکړ
Sep 11, 2024 03:55د ایران او روسیې د ملي امنیت د عالي شوراګانو منشیانو د روسیې په سن پیټرزبرګ ښار کښې د یوې غونډې ترڅنګ په خپلو کښې کتلي دي.
-
د خان یونس په قتل عام کې تر سلو زیات شهیدان او ټپیان شول
Sep 10, 2024 09:07صهیونیسټي نیواکګرو نن سهار په یوه بل جنایت کښې د خان یونس په الموصی په سیمه کښې د بې ځایه شویو خلکو په خیمو حمله وکړه.
-
غزه کښې د روانې نسل وژنې خلاف نړیوال اعتراض دوام لري
Sep 09, 2024 03:03د نړۍ د مختلفو هیوادونو خلکو په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو په نسل وژنې باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
-
عراق کښې د امریکايي پوځیانو د شتون د وخت له غزولو سره د بغداد مخالفت
Sep 09, 2024 02:09د عراق دفاع وزیر په دغه هیواد کښې د امریکايي پوځیانو د پاتې کیدو د تمدید لپاره د واشنګټن له وړاندیز سره د بغداد د مخالفت خبر ورکړ.
-
د پاریس پیرااولمپک لوبې د ایران په څوارلسم مقام سره پاې ته ورسیدې
Sep 09, 2024 01:41د ایران کاروان د سرو زرو د اتو، د سپینو د لسو او د زیړو د اوو میډلونو په ګټلو د ۲۰۲۴ کال په پيرااولمپک لوبو کښې څوارلسم مقام ترلاسه کړ.
-
د غزې په هکله د برطانوي رسنۍ «دوه ګوني معیار» ته د ایران غبرګون
Sep 09, 2024 01:11په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په غزې تړانګې کښې د جنګ د بدلونونو په کوریج کښې د یوې برطانوي رسنۍ ډبل سټینډرډ ته غبرګون وښوده.
-
په عراق کې د امریکا د کانګرس د تبلیغاتي څانګې "الحرا" ټیلی ویژن جواز لغوه شو
Sep 07, 2024 12:18پارس ټو ډی – د عراق بنسټونو او دیني مرجعیت ته د امریکايي عربي رسنۍ "الحره " د سپکاوي په ضد د عراقیانو له پراخو اعتراضونو وروسته، د دغه هېواد د ارتباطاتو او رسنیو ادارې درې میاشتې د دې امریکايي رسنۍ فعالیت وځنډاوه.
-
د حزب الله د توغندوي حملو د ریکارډ په ماتیدو سره د شمال له جنګه د اسراییلیانوویره
Sep 07, 2024 11:58پارس ټو ډی – د صهیونیسټ رژیم ۱۲ چینل د لبنان د حزب الله د پراخو حملو په غبرګون کښې اعلان وکړ: د نتانیاهو کمزورې او ماتې خوړلې کابینې د اسرائیلو شمال هیر کړی دی.