غزه کښې د روانې نسل وژنې خلاف نړیوال اعتراض دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152172-غزه_کښې_د_روانې_نسل_وژنې_خلاف_نړیوال_اعتراض_دوام_لري
د نړۍ د مختلفو هیوادونو خلکو په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو په نسل وژنې باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2024-09-08T22:36:11+00:00 )
Sep 09, 2024 03:03 Asia/Kabul
  • غزه کښې د روانې نسل وژنې خلاف نړیوال اعتراض دوام لري

د نړۍ د مختلفو هیوادونو خلکو په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو په نسل وژنې باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

د آسټریا په سل هاؤ کسان د دغه هیواد په پلازمینه ویانا کښې راغونډ شول او د بینرونو په اوچتولو سره یې په غزې کې سمدستي د دائمي اوربند غوښتنه وکړه.

په لندن کښې هم زرګونه کسان سړکونو ته راووتل او د فلسطین له خلکو سره د پيوستون څرګندولو په ترڅ کښې یې د اسرائیلو نسل وژونکي رژیم ته د امریکې د وسلو د مرستو په فوري بندیدو یې ټینګار وکړ.

برطانوي مظاهره چیانو د خپل هیواد له حکومته هم وغوښتل چې تل ابیب ته د هر ډول وسلې صادرات اودروي.

اخو په ارجنټین کښې هم د فلسطین ملاتړو په مظاهرو سره، په غزه کښې د اسرائیلوله خوا د روانې نسل وژنې د بندیدو غوښتنه وکړه.

د امریکې د پوهنتونونو محصلینو هم د فلسطین د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم د پوځ په جنایتونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

الجزیره ټي وي چینل د سویډن په مالمو ښار کښې د خلکو د مظاهرو د ویډیو په خپرولو سره رپورټ ورکړی چې معترضا، د غزې خلاف د اسرائیلو د جنګ د بندیدو غوښتونکي دي.

د جرمني په برلین ښار کښې هم سلګونو کسانو د فلسطین له مظلومو خلکو په مظاتړ کښې مظاهرې وکړې او د فلسطینیانو په نسل وژنه کښې یې د اسرائیلو جنایتونه وغندل.

د ډنمارک د کوپن هیګن خلکو هم د فلسطین له خلکو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې او په غزه کښې یې د جګړې د بندیدو غوښتنه وکړه.