-
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د ډزو له امله ۴ تنه مړه او ۳ نور ټپیان دي
Mar 05, 2024 03:05د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا کلیفورنیا په سویل لوېدیځ او د کینګ سیټي په یوه استوګنځي کې د ډزو له امله، ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
-
صهیونیسټي رژیم د فلسطینیانو د تباه کولو په لټه کې دی
Mar 05, 2024 02:52په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په اروپايي مرکز کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي ویلي چې د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم په قصدي ډول د بشري بنسټونو په نښه کولو سره، د نیواکګرۍ پر وړاندې د فلسطینیانو د مقاومت له منځه وړلو په لټه کې دی.
-
په افغانستان کې د شري ناروغۍ زرګونه تازه پېښې ثبت شوي
Mar 05, 2024 01:37د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د تېر نوامبر راهیسې په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوي او یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د دې ناروغۍ ۷ زره پېښې ثبت شوي دي.
-
افغانستان د آزادۍ او ډېموکراسۍ په برخه کې بد ترین هېواد ګڼل شوی
Mar 05, 2024 01:18فریډم هاوس په دې وروستیو کې د نړۍ په هېوادونو کې د ۲۰۲۴ کال د آزادۍ او ډېموکراسۍ د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړی دی او افغانستان یې د آزادۍ په برخه کې د بدترینو هېوادونو په قطار کې شمېرلی دی.
-
د ملي دفاع وزارت سرپرست په قطر کې د وسلو له نړيوال نندارتون څخه لیدنه کړې
Mar 05, 2024 01:09د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې په هغه هېواد کې د وسلو له نړيوال نندارتون (ډيمډکس) څخه ليدنه کړې ده.
-
د پاکستان د لومړي وزیر ټاکنه او په وړاندې یې پرتې ننګونې
Mar 04, 2024 12:10"شهباز شریف" د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه په خپله لومړۍ وینا کې اعلان وکړ چې اسلام اباد به له ایران سره اړیکې پیاوړې کړي.
-
افغانستان کښې د لوږې او بې وزلۍ د زیاتیدو په هکله د نړیوالو ارګانونو خبرداری
Mar 04, 2024 11:46په افغانستان کې د نړیوالو مرستو کمېدل په دغه هېواد کې د بې وزلۍ او لوږې د لا زیاتېدو لامل شوی دی.
-
ایرانی هادي د امریکې د آرنلډ کلاسک اتل شو
Mar 04, 2024 08:44پارس ټوډی- هادي چوپان، چې د ایراني لیوه په نوم یادیږي، په امریکا کې د بدن جوړونې د "آرنلډ کلاسیک" سیالیو لقب وګاټه.
-
غزې کښې د ماشومانو د مړینې اندیښه په حقیقت بدله شوه
Mar 04, 2024 02:13ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو د صندوق یونیسف سیمه ئیز مدیر« عادل خدر» پرون د فلسطین په غزې تړانګه کښې د فلسطیني ماشومانو د مړ کیدا د شمیر د زیاتیدا په هکله د خبرداري په ترڅ کښې وویل په غزې کښې د ماشومانو د مړینې په هکله اندیښنې په حقیقت بدلې شوې.
-
له افغانستان سره د مرستو کولو بودجه کمه شوي ده
Mar 04, 2024 00:16ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو غږملونکي دفتر (اوچا) خبرداری ورکړ د بودجې کمښت له افغانستان سره د مرستو د کولو ډیرې پروګرامونه د ځنډیدا له خطر سره مخامخ کړي دي.