له افغانستان سره د مرستو کولو بودجه کمه شوي ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو غږملونکي دفتر (اوچا) خبرداری ورکړ د بودجې کمښت له افغانستان سره د مرستو د کولو ډیرې پروګرامونه د ځنډیدا له خطر سره مخامخ کړي دي.
د ملګروملتونو د بشردوستانه چارو غږملونکي دفتر اوچا په یوه راپور کښې زیاته کړه چې په روان میلادي کال کښې د افغانستان د بشر دوستانه پروګرامونو د دوام لپاره د څه د پاسه درې میلیارډه ډالرو غوښتنه شوي ده خو تراوسه د دغه درې میلیارډه ډالرو کوچنۍ برخه تامین شوي ده.
د اوچا د دفتر د راپور پراساس په تیر میلادي کال کښې د افغانستان له دوه دیرش میلیونه او یولک ښاریزو سره مرسته وشوه خو په روان میلادي کال کښې د افغانستان د بشر دوستانه ضرورتونو د پوره کیدا لپاره له درې اعشاریه شپږ میلیارډه ډالرو څخه یوازې اوه اتیا میلیونه ډالره برابر شوي دي او د ډیرو پروګرامونو دوام اوس له خطر سره مخامخ شوی دی.
د ملګروملتونو د بشر دوستانه چارو د غږملونکي دفتر د اعلان پراساس په تیر میلادي کال کښې دغه دفتر د بودجې د کمښت له کبله مجبوره شو د افغانستان اتلس میلیونه ښاریزو ته د خوراکي مرستو رسول لغو کړي.
په روان میلادي کال کښې د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو د پلان پراساس د افغانستان څه د پاسه نیمايي خلک په روان میلادي کال کښې یو ډول بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري.
د امریکا لخوا شل کاله نیواک او د افغانستان د بیخ بنایانو له مینځه وړل او ورپسې واک ته د طالبانو د رسیدا په پلمه د واشنګټن لخوا د افغانستان پرضد د بایکاټونو زیاتیدا د افغانستان اقتصاد له جدي مشکل سره مخ کړی دی.