-
په کندهار کې د تمدن ټلویزیون د نیول شوي خبریال د ژر خوشې کېدو غوښتنه شوې ده
Dec 13, 2023 08:09د ژورنالیستانو د ملاتړ کمېټې CPJ له طالبانو غوښتي چې افغان خبریال عبدالرحیم محمدي سمدستي خوشې کړي او د خبریالانو نیول پای ته ورسوي.
-
له فلسطینیو مبارزانو سره په نښتو کې نور ۱۱ صهیونیسټان هلاک شول
Dec 13, 2023 04:13د اسرائيلو دپوځ ریډیو هم پرون غزې کې د جنګ په اوه شپیتمه ورځ د مځکني جنګ له پیل راهسې تر پرون پورې د خپلو هلاک شوو پوځیانو شمیر ۱۱۱ اعلان کړی دی دی. دغه ریډیو دغه راز وئیلي دي،په غزې کې پر خپلو پوځيانو په حملو کې د اسرائيلو پوځ شل پوځیان هلاک شوي دي او دیارلس نور په داسې حال کې ټآرګټ شوي دي چې ګمان کید، فلسطینی مبارزان دي .
-
پاکستان د فارسي ژبې ددودولو او دکلتور په حوزې کې له ایران سره ملګرتیا ته تیار دی
Dec 13, 2023 03:46د پاکستان د مذهبی چارو وزیر د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د اسلامی ایران د بریاؤ په ستایلو سره له ایران سره په تیره بیا په کلتوری حوزې، مذهبی فعالیتونو اوپه پاکستان کې د فارسی ژبې او ادب ددودولو په حوزې کې له ایران سره د هراړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د خپل وزارت چمتووالی اعلان کړ.
-
ملګری ملتونه وائي ؛په غزې کې دې سملاسی اوربند وشي
Dec 13, 2023 03:02د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ د خپلو ۱۵۳غړو په پریکنده اکثریت سره په یوه پریکړه لیک کې یعني په غوڅ اکثریت سره تصویب کړه چې په غزې کې دې د انسان دوستۍ فوري اور بند ټینګ شي.
-
نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره لاښه تعامل ولري
Dec 13, 2023 02:59په افغانستان کې د بشری حقوقو د وضعیّت په باب دملګروملتو ځانګړي رپورټر په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفترر له مشر په کتنکې د افغان انجونو او میرمنو د حقوقو او زده کړې د وضعیّت په باب خبرې اترې وکړې.
-
د هند د سترې محکمې له خوا د جمو او کشمیر د ځانګړي وضعیت د لغوه کیدو تایید
Dec 12, 2023 12:47د هندوستان سترې محکمې په جمو او کشمیر کښې د ځانګړي حالت په هکله د ۳۷۰ مادې د لغو کیدو په هکله د مرکزي حکومت فیصله تایید کړه.
-
د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د مرګوني برید د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده
Dec 12, 2023 12:26د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز د نن ورځې د ترهګریز برید د قربانیانو شمېر ۲۳ تنو ته لوړ شو.
-
د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۳۸ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده
Dec 12, 2023 12:12د ایران د حکومت ویاند وویل: له ګاونډیو هيوادونو سره د ایران تجارت د روان کال په اتو میاشتو کې (۱۴۰۲ هجري شمسي) کې ۳۸ میلیارډ ډالرو ته رسيدلی دی، چې له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو د پراختیا ښودنه کوي.
-
میانمار په نړۍ کې د تریاکو په تولید کې لومړی مقام ترلاسه کړی
Dec 12, 2023 09:32میانمار له افغانستان څخه په مخکې کېدو سره، په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد شو.
-
امریکا پر میر الرحمن رحماني او اجمل رحماني بندیزونه لګولي
Dec 12, 2023 08:53امریکا د افغانستان د پخواني حکومت د پارلمان پر مشر مير رحمن رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني د مالي فساد له کبله بندیزونه لګولي دي.