امریکا پر میر الرحمن رحماني او اجمل رحماني بندیزونه لګولي
امریکا د افغانستان د پخواني حکومت د پارلمان پر مشر مير رحمن رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني د مالي فساد له کبله بندیزونه لګولي دي.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، د امریکا د مالیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان او ۴۴نور اړوند شرکتونه او بنسټونه په نړۍ کې د جدي مالي فساد او د بشري حقونو د سرغړونو له امله تحریم شوي دي.
یاد وزارت ویلي چې رحماني او اجمل د خپلو شرکتونو پر مټ په افغانستان کې د فساد یوه پېچلې تدارکاتي شبکه جوړه کړې وه، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکا د دولت د مالي مرستو له قراردادونو څخه یې میلیونونه ډالره اخیستي دي.
د امریکا د مالیې وزارت په اعلامیه کې د دوی د مالي فساد قضیې تشریح شوي دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د میر الرحمن رحماني له خوا په دغو قراردادونو کې قصدي انفلاسیون، په وارداتو کې د مالي درغلۍ شتون، د تېلو غلا، په پارلمان کې اداري فساد او د بېلابېلو هېوادونو د تابعیت اخیستل، هغه څه دي چې پر دوی د بندیزونو لامل شوي.
د افغانستان د پخواني حکومت د پارلمان مشر په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغانستان په پارلمان کې د پروان ولایت استازی او د هېواد له لویو سوداګرو څخه هم شمېرل کېږي.