ملګری ملتونه وائي ؛په غزې کې دې سملاسی اوربند وشي
د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ د خپلو ۱۵۳غړو په پریکنده اکثریت سره په یوه پریکړه لیک کې یعني په غوڅ اکثریت سره تصویب کړه چې په غزې کې دې د انسان دوستۍ فوري اور بند ټینګ شي.
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، د غزې تړانګې د وضعیّت په باب د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ بیړنۍ ناستې کې چې پرون مازدیګر ترسره شوي ، له ۱۹۳غړو څخه ۱۵۳ غړو په چورلټ مثبتو رایو سره پریکړه لیک تصویب کړ چې په غزې کې د انسان دوستۍ د فوري اوربند غوښتنه ئې کړې ده ، دوی همداراز د درستو بندیانو د بې قید او شرطه سملاسي خوشی کیدا ته هم مثبته رایه ورکړه .
د ملګروملتو لسو غړو ورته منفی رایه او ۲۳نورو غړو هم ورته سپیته رایه ورکړه او په دې ترتیب سره د ملګرو ملتو دغړو چورلټ اکثریّت د اریکا او اسرائیلو په وړاندې کلک مقاومت وکړ. د ترهه ګرې ډلې په توګه دحماس د معرفي کولو او د پریکړه لیک دبدلولو لپاره د امریکا او لویدیځوالو هڅه د غړو هیوادونو له مخالفت او د رایو دلازم نصاب د نه پوره کیدا په دلیل ددوهم ځل لپاره له ماتې سره مخ شوې ده .
د امریکا دترټولو مهم هیواد بریتانیا او د جرمني ،ایټالیا،هالینډ او اوکراین په څير هیوادونو هم دغه پریکړه لیک ته سپینه رایه ورکړه . د ایران اسلامی جمهوریت هم د عربو او اسلامی هیوادونو له فیصلې سره په ملګرتیا کې او د فلسطین به موضوع کې د مظرح و لارو چارو په نسبت د خپل تحفظ په ثبتولو او د اسراظیلو په پیژندلو سره ، په غزې کې دفوري اور بند دټينګیدا پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه .
په ملګروملتو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني د ملګروملتو په څه دپاسه درو کې دوه برخې غړو په غزې کې د اور بند ټینګیدا پریکړه لریک ته په مثبتې راي ورکولو پسې په عمومی اسمبلۍ کې ووئیل، د اسرائیلي رژیم جنایتونه باید دنړیوالې ټولنې له غوڅ ځواب سره مخ شي او له ااور بندسر ه د امریکا ښکاره مخالفت د جنګ ،تاؤتریخوالي او په نهایت کې په غزې کې دمیرمنو او ماشومانو لپاره د لازیات مرګوني حالت درامینځةولو په معنا دی.