-
د طالبانو رئیس الوزراء د تېر حکومت له یو شمېر جنرالانو او د پوځ له قوماندانانو سره لیدنه کړې، نور جزئیات زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 03, 2023 11:08د طالبانو د ریاستالوزراء سرپرست مولوي عبدالکبیر د ارګ په سپیدار ماڼۍ کې د پخواني حکومت له یو شمېر جنرالانو او د قول اردو له قومندانانو سره په کتنه کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې په هېواد کې پخوانيو پوځيانو او سیاسي څېرو ته هېڅ ګواښ نهشته.
-
د ایران قرآني ټولنې په سویډن کښې د قرآن د سپکاوي خلاف چغه پورته کړه
Jul 04, 2023 01:30تهران کښې د ایران د قرآني ټولنې په سترې تجمع کښې، په سویډن کښې د قرآن کریم د حرمت سپکاوی په کلکه وغندلی شو
-
د طالبانو او چین چارواکو د اقتصادي او سیاسي اړیکو په پياوړتیا ټینګار وکړ
Jul 04, 2023 01:22د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره لیدلي.
-
ننګرهار کې د زړو افغاني بانکنوټونو شتون اوس هم د پلورونکو او پېرېدونکو تر منځ د شخړو او سرخوږي لامل دی، په دې اړه زموږ د همکار راپور ته غوږ شئ
Jul 03, 2023 07:45چارواکي وایي، ځينې بانکنوټونه چې تازه چاپ او بانګ ته رسېدلي، بازار ته د وړا ندې کولو پروسه یې پیل شوې، چې ورسره به داستونزه هواره شي.
-
ننګرهار کې زرګونو کسانو د اختر په ورځو کې د دې ولایت له لرې پرتو تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده، بشپړ راپور دلته واورئ
Jul 03, 2023 07:34چارواکي وايي چې په هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د دغو سیمو د لیدو زمینه برابره کړې ده.
-
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د لوی اختر په ویاړ د والیبال سیالۍ پېل شوې، نور حال زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 03, 2023 07:28د دې سیالیو تنظیموونکي وایي چې د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د والیبال ګڼې لوبډلې په دې سیالیو کې برخه لري.
-
کنعاني :نوروته سپارښتنې ته پخپله غوږ واچوئ
Jul 03, 2023 11:33ښاغلی کنعاني په فرانسې کې د روان وضعیت په اړه وویل فرانسوي چارواکي هغه سپارښتنې چی نورو ته کوی ، پخپله ورته غوږ واچوی .
-
د افغانستان وضعیت یو له مهمو چورلیزونو دی
Jul 03, 2023 11:11د هندي رسنیو د خبر له مخې، د هند لومړی وزیر مودي به د جولای په ۴ مه د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وي.
-
په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي
Jul 03, 2023 08:57په افغانستان کې د یونیسف د روغتیايي څانګې مشرې فوزیه شفیق وویل چې د روغتیايي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځو په ملاتړ، د اکمالاتو د لړۍ په فعاله ساتلو او د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو په پرانیستلو سره دوی توانېدلي چې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته خدمات وړاندې کړي
-
د افغانستان د ارشاد, حج او اوقافو وزارت سرپرست د ترکيې هېواد د دينې چارو له مشر سره وليدل
Jul 03, 2023 13:34زموږ د خبریال د راپور له مخې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شيخ الحديث ډاکتر مولوي نور محمد ثاقب، په يوې غونډې کې چې د مکې مکرمې په ښار کې جوړه شوې وه، د ترکيې هېواد د دينې چارو مشر ډاکتر علي ارباش سره وليدل.