په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135242-په_افغانستان_کې_۱۹_میلیونه_وګړو_ته_روغتیايي_خدمات_وړاندې_شوي_دي
په افغانستان کې د یونیسف د روغتیايي څانګې مشرې فوزیه شفیق وویل چې د روغتیايي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځو په ملاتړ، د اکمالاتو د لړۍ په فعاله ساتلو او د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو په پرانیستلو سره دوی توانېدلي چې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته خدمات وړاندې کړي
(last modified 2023-07-03T04:33:28+00:00 )
Jul 03, 2023 08:57 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

په افغانستان کې د یونیسف د روغتیايي څانګې مشرې فوزیه شفیق وویل چې د روغتیايي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځو په ملاتړ، د اکمالاتو د لړۍ په فعاله ساتلو او د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو په پرانیستلو سره دوی توانېدلي چې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته خدمات وړاندې کړي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وايي، سږ کال یې د زرګونو روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو سره په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته د روغتیا او تغذیې خدمات وړاندې کړي دي.

افغان غږ خبری آژانس وایی  د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) په یوه ټوېټ کې ویلي چې دوی د ۲۷ زره کارکوونکو په ګومارلو او د زرګونو روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو سره د افغانستان د روغتیايي سیستم د سقوط مخه نیولې ده.

یونیسف دا هم ویلي چې دا کار یې د نړیوال بانک د جنوبي اسیا څانګې او د اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ کړی دی.

په افغانستان کې د یونیسف د روغتیايي څانګې مشرې فوزیه شفیق وویل چې د روغتیايي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځو په ملاتړ، د اکمالاتو د لړۍ په فعاله ساتلو او د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو په پرانیستلو سره دوی توانېدلي چې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته خدمات وړاندې کړي

د یادولو وړ ده چې یونیسف د زمري میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې له ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کوي.