کنعاني :نوروته سپارښتنې ته پخپله غوږ واچوئ
ښاغلی کنعاني په فرانسې کې د روان وضعیت په اړه وویل فرانسوي چارواکي هغه سپارښتنې چی نورو ته کوی ، پخپله ورته غوږ واچوی .
د ایران پریس له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني فرانسوي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چی د اعتراض کونکیو غږونه واوری او له تاوتریخوالی کارونو ډډه وکړي .ښاغلی کنعاني په فرانسې کې د روان وضعیت په اړه وویل فرانسوي چارواکي هغه سپارښتنې چی نورو ته کوی ، پخپله ورته غوږ واچوی .
ناصر کنعاني همداراز د منافقینو د ترهه ګرې ډلګې د غونډې له کوربتوبه ،هغه هم په د غه هیواد کې د د ولس د پراخو مظاهرو او د له ټولنیزو اوسیاسی خپګانونو سره په یووخت، د خپلو ښاریزو غوښتنو ته د فرانسې دحکومت دبې توجهئ او له ترهه ګرو ډلګیو څخه دسیاسی ملاتړ د دوام له امله وباله اودا ئې په سخته محکوم کړ.
ناصر کنعاني وويل، د فرانسې واکولان دې د ایران د خلکو له قاتلانو په ملاتړ کې د تیرو څرګندو تیروتنو د جبرانولو او هم د هغه هیواد دداخلی ژور بحران او مشکلاتو د اساسی حل او ریښو پر وچولو او له خپلو ښاریزو سره د توکمپال او توپیري چلندونو په اصلاح دتمرکز په ځاي د هغو ترهه ګرو د غونډيدو لپاره ډګر برابروی چې په همداوروستیو کې ئې په آلبانیه کې درسوائۍ ډنډورې د ټولو نړیوالو غوږونو ته رسیدلی دي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي د ایرانیو ښاریزو او مسئولانو قاتلانو او ترهه ګرو څخه په کوربتوب او ملاتړ کې د فرانس ېد حکومت د کړچار د دوام د سیاسی اوحقوقو پایلو به باب په خبرداری سره ټينګار وکړ، هغه ترهه ګر چې په ټکان خوړونکو او بوږنونکو جنایتونو کولو سره ئې له خپل ملت او وطن سره خیانت کړی دی ،په پریکنده توګه به له خپلو بهرنیو ملاتړو سره له خیانته ډده ونه کړي.
هغه دغه راز وویل، د فرانسې واکوالانو ته سپارښتنه کوو، دنورو هیوادونو په داخلی صحنې کې دې د ترور او بلواؤ د رامینځةکولو لپاره له دغه ډول ترهه ګرو ډلګیو څخه د ملاتړ په ځای دفرانسې د ولس غوښتو ته توجه وکړي.ناصر کنعاني په دوام کې وويل، له ترهه ګرۍ سره په چلند کې دوه ګوڼی معیار به هیڅکله هم د ایران دهوښیار ملت او د نړۍ د آزادي غواړو له نظره لیرې پاتې نشي.