-
د آزادې غیږنیونې د ځوانانو امیدملی ټیم ویاړمن بریالیتوب دې مبارک وي
Oct 19, 2026 13:03پارس ټوډې- د ایران د ځوانانو امید ملی ټیم د ۴ سرو زرو، ۱ سپینو زرو او ۴ برونزو مډالونو په ګټلو سره د ټیمونو په عمومي درجهبندۍ کې له روسیې او امریکا څخه مخکې شوی دی.
-
د معدې د سرطان د رامنځته کوونکې باکتریا د تشخیص لپاره د ایران نانوکټ تولید
Oct 19, 2026 15:23پارس تودی- یوه ایراني شرکت د جانبي جریان د تشخیصي ټکنالوژۍ په کارولو سره د هلیکوباکتر پیلوري باکتریا د انټيجن د پېژندنې لپاره نانوکټ تولید کړی دی، چې د غایطه موادو د نمونې د معاینې او د هلیکوباکتر پیلوري باکتریا د کیفي پېژندنې امکان برابروي.
-
د امریکا او اسرائیلو له لورې پر ایران د ۴۰ ورځني جنګ بشري او ټولنیزې پایلې باید وڅېړل شي
Oct 19, 2026 14:29ډاکتر سیدروحالله حسیني همدارنګه د جګړې انساني او ټولنیزو پایلو ته په اشارې، د ملکي وګړو پر ساتنې، د نړیوالو حقوقو پر رعایت او د نړیوالې ټولنې پر مسئولیت ټینګار کړی دی.
-
پزشکیان: د غېږنیونکو اتلولي د ایران د ورزش د ستر ظرفیت څرګندونه کوي
Oct 19, 2026 14:14پارس تودی- د ایران ولسمشر د امریکا په نړیوالو سیالیو کې د ایران د ازادو غېږنیونو د ملي امید لوبډلې د ویاړمنې اتلولۍ مبارکي وویله او دا ستره لاسته راوړنه یې د ایران د ځوانانو د وړتیا، ارادې او شایستګۍ ځلانده بېلګه وبلله.
-
د پاکستاني کارپوه خبرداری کړی؛ له ګاونډیو هېوادونو سره د پولو تړل کیدا به منفی پایلې ولري
Oct 19, 2026 14:10د پاکستان یوه سیاسي کارپوه، له هند او افغانستان سره د دغه هېواد د پولو د اوږدمهاله تړل کېدو له امله رامنځته شویو ستونزو ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان په ګډو پولو کې هر ډول ګډوډي به د دغه هېواد کورني اقتصاد ته زیان ورسوي او د انفلیشن (د بیو د عمومي لوړوالي) بحران به لا پسې زیات کړي.
-
د سردار محبي ګواښ: نړۍ به وویني چې څه پېښږي
Oct 19, 2026 13:25پارس ټوډې - سردار حسین محبي په یوه پیغام کې چې په ټولنیزو چینلونو کې کې ئې خپور کړی، لیکلي دي: د ایران د انرژۍ پر بینائيو هر ډول تېری، که څه هم زمونږ د پوهانو او ځوانانو په لاس به سمدستي بېرته ورغول شي، خو نیواکي ټاټوبي به د تل لپاره په سوځېدلې ځمکې بدل کړي او غاصبان به ئې د سینا دښتې ته کډوال کړي. نړۍ به وویني چې څه به پېښ شي.
-
د امریکا په زړه کې د ایران د آزادې غېږنیونې د ځوانانو ملی لوبډلې د نړۍ اتلولي وګټله
Oct 19, 2026 13:12د پارسټوډې د راپور له مخې، د ایران له ۲۳ کلنۍکم عمره ځوانانو د آزادې غېږنیونې ملي لوبډلې د امریکا په لاسوېګاس ښار کې د نړۍ د اتلولۍ په سیالیو کې ټولټال ۹ مډالونه وګټل او د ټیمونو په درجهبندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.
-
ورځپاڼو ته کتنه
Oct 19, 2026 12:55نن د تهران چاپ اکثره ورځپاڼې د بېلابېلو مسائلو تر څنګ په فرانسې کې بلوا، د یمن حالات او د ایران په خلاف د امریکا او د صهیونیست رژیم ګواښونو ته کتنه کړې ده.
-
د یمن د انصارالله د سیاسي دفتر غړي د سعودي عربستان بریدونه او د نړیوالې ټولنې د چوپتیا غندلې
Oct 19, 2026 12:53د یمن د انصارالله د سیاسي دفتر غړي حزامالاسد د سعودي عربستان د بریدونو او د نړیوالې ټولنې د چوپتیا په غندلو سره خبرداری ورکړی، چې د بریدونو د زیاتېدو په صورت کې به یمن هم متقابل ځواب ورکړي.
-
سیاسي تبصره | ایا انصارالله د سعودي عربستان پوځي معادلې ګډې وډې کړې دي؟
Oct 19, 2026 12:42پارس تودی ـ په داسې حال کې چې سعودي عربستان د خپل هوايي دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، «نشنال» ورځپاڼې په یوه راپور کې د رهګیري توغندیو د کمښت او ریاض ته د نورو سیستمونو د لېږلو په برخه کې د انګلیس او فرانسې د محدودیتونو خبر ورکړی دی.