-
د ایران اسلامي جمهوریت او الجزایر دوه اسلامي هیوادونه دي چې ډیر مشترکات لري
Apr 08, 2025 08:42د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار د الجزایر له چارواکو سره د لیدنې او خبرو اترو لپاره د الجزایر پلازمینې الجزیره هوايي ډګر ته ورسید او د الجزایر چارواکو لخوا یې هرکلی وشو.
-
صهیونیسټي یهودیان غواړي چې لویدیځه غاړه تیره کړي؛ د رژیم د وحشتناکې پروژې جزئیات چې زرګونه میشت ځایونه جوړوي
Apr 07, 2025 10:14پارس ټوډې - د غزې تړانګې پر ضد د جګړې او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سرغنه توب په سیوري کې، صهیونیسټ رژیم په لویدیځه غاړه کې د خپلو خطرناکو پلانونو د پلي کولو لپاره یو طلایی فرصت ترلاسه کړی دی.
-
د لمر په حضور کښې
Apr 06, 2025 11:33د کوچني اختر په ورځ د ایران له چارواکو او د اسلامي هیوادونو له سفیرانو سره کتنه
-
صهیونیسټي رسنۍ: انصار الله د افریقا په وچې کې نفوذ کړی دی
Apr 06, 2025 03:59د صهیونیسټانو یوې رسنۍ راپور ورکړی چې د یمن انصارالله غورځنګ خپل نفوذ افریقایي براعظم او د سره سمندر شاوخوا ستراتیژیکو سیمو ته پراخوي. هغه موضوع چې د دې رسنۍ په وینا، د اوسني اټکلونو هاخوا د صهیونیسټ رژیم لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي.
-
ایران : په ۱۱ میاشتو کې یې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو غیرنفتي صادرات کړي
Apr 06, 2025 03:55د ایران د ګمرکونو د ادارې رئیس وايي چې ایران د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۱۸مې پورې، افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتې توکي صادر کړي دي.
-
امیر حیدري: دښمن ته به اجازه ورنکړو چې شرارت وکړي
Apr 06, 2025 03:10د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان، د دې خبرې په کولو سره چې مونږ د نړۍ یو له خورا پیاوړو پوځونو یو، وویل: "مونږ به دښمن ته اجازه ورنکړو چې هیڅ ډول شرارت وکړي."
-
سیاسي تبصره: د ټرمپ د تعرفو جنګ ته د نړۍ منفي غبرګون
Apr 05, 2025 11:28د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د امریکا د نویو تعرفو اعلان، چې د نړۍ نږدې ټول هیوادونه پکې شامل دي، په ټوله نړۍ کې له منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی. دا غبرګونونه د امریکې د لویدیځو شریکانو لکه اروپایي اتحادیې او کاناډا څخه نیولې تر سیالو هیوادونو لکه چین پورې دي. د ټرمپ له دې اقدام څخه به ټولټال ۱۸۰ هیوادونه اغیزمن شي. البته، روسیه د امریکې د پراخو بندیزونو له امله له نویو تعرفو څخه ایستل شوې ده.
-
د طالبانو چارواکي د ایران د مرستو او د افغان کډوالو د کوربه توب ستاینه کوي
Apr 05, 2025 08:03د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا له عمومي رییس سره په کتنه کې د ایران د مرستو او د افغان کډوالو د کوربه توب ستاینه وکړه او ویې ویل چې ایران او پاکستان له تیرو څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب کوي.
-
حماس: د صهیونیسټانو جنایتونه د نړیوالې ټولنې په تندي د شرم داغ دی
Apr 05, 2025 07:31حماس د نیواکګر رژیم د ظالمانه جنایتونو په وړاندې د نړۍ پر چُپتیا سخته نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې صهیونیسټ دښمن په غزه کې د ټولو ملکي تاسیساتو ویجاړولو ته دوام ورکوي، خو د فلسطینیانو اراده نه شي ماتولی، او دا جنایتونه به د نړیوالې ټولنې په تندي د شرم یو داغ پاتې شي.
-
د آنروا ویاند: ماشومان د غزې د جګړې اصلي قربانیان دي
Apr 05, 2025 06:45د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ویاند په غزه کې د بشري وضعیت په اړه په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې د غزې د نفوس ۵۱ سلنه ماشومان دي.