د برطانیا پولیسو د فلسطینیانو د حقونو ۳۷۲ملاتړي نیولي دي
د نیول شویو کسانو په منځ کې په ویلچیر کې ناست دی یو ړوند کس او یو تنکی ځلمی هم شامل دی.
پارس ټوډی - د برطانیا پولیس ځواکونو، نن د یکشنبې د لاریونونو په جریان کې د اسراییلي رژیم د مخالفینو او د فلسطین لپاره د عمل او اقدام ډلې د ملاتړو په وړاندې خپلې ځپنې ته دوام ورکړ او هغه لږترلږه ۳۷۲ کسان یې ونیول، چې په سوله ایزه توګه یې د فلسطینیانو د نسل وژنې په وړاندې اعتراضي او د فلسطین لپاره یې د اقدام په ملاتړ کښې لاریون کړی و. هغوي د برطانیې د پولیسو او حکومت لپاره د شرم چغې پورته کولې..
دا په وروستیو لسیزو کې په یوه لاریون کې د نیول شویو کسانو ترټولو لویه شمیره بلل شوې ده. یو شمیر نیول شویو کسانو د فلسطینیانو د نسل وژنې غندنه کولو پلی کارډونه په لاس کې درلودل او د برتانیا حکومت په ګډون یې له لویدیځو حکومتونو څخه غوښتل چې د فلسطین د نسل وژنې ملاتړ پای ته ورسوي.
زیاتره نیول شوي کسان هغه زاړه نارینه او ښځې او همدارنګه معلولین دي، چې د برتانیا د حکومت د هغې پریکړې د لغوه کولو غوښتنه یې کوله چې د فلسطین د حقونو ملاتړ کوونکی سازمان د ترهګر په توګه ټاکي.
د نیول شویو کسانو په منځ کې په ویلچیر کې ناست دی یو ړوند کس او یو تنکی ځلمی هم شامل دی.