-
ایران او طالبانو د پټرولیم او ګیس په برخه کښې د ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ
Aug 31, 2026 13:52د طالبانو یو چارواکي او په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او تیلو په برخو کې د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
-
د درس په کلاسونو کښې د افغان نجونو ځای لاهم خالي دی
Aug 31, 2026 13:39ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تش ټولګي په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د نن ورځې واقعیت دی.
-
اروپا د افغان کډوالو د ایستلو په لټه کې ده
Aug 31, 2026 13:25ټاکل شوې چې د اروپا پارلمان د افغان کډوالو د ایستلو د موضوع د څېړلو لپاره غونډه جوړه کړي.
-
د ایران اسلامي انقلاب رهبر داسلامي هیوادونو له مشرانو غوښتي،چې خپل ګډ دښمن وپیژنې او پر وړاندې یې ودریږي.
Aug 31, 2026 12:41د ایران اسلامي انقلاب لارښود سید مجتبی خامنه یې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد د پیدایښت ورځې او یووالي ځانګړې اونۍ په ویاړ داسلامي هیوادونو مشرانو ته په استول شوي پیغام کې د ګډو ګواښونو پر وړاندې د اسلامي امت پر یووالي او همغږۍ ټینګار کړی دی.
-
د کونړ له خونړۍ زلزلې یو کال وروسته؛ د ډېرو کورنیو لپاره دایمي سرپناه لا هم یوه هيله ده/ غږیز رپورټ
Aug 31, 2026 12:33د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې ۶ اعشاریه صفر درجې زلزلې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو ګڼې سیمې ولړزولې، چې تر ټولو دروند زیان یې په کونړ ولایت کې ثبت شوی دی. د زلزلې اصلي اغېز په کونړ کې د نورګل او څوکۍ ولسوالیو او په ننګرهار کې د درهنور ولسوالۍ پر خلکو اوښتی و. د زیانونو ډېره برخه په نورګل ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
-
نیپال کې د د سېلاب له امله د مړو شمېر ۷۵۰ تنو ته لوړ شو
Aug 30, 2026 13:27په نیپال کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا اوه سوه پنځوس تنو ته رسېدلی دی.
-
د میلادالنبي په مناسبت د اسلامي هیوادونو مشرانو ته د ایران د ولسمشر پیغام
Aug 30, 2026 07:38د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم د مبارک زېږون د کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې د اسلامي امت ترمنځ د یووالي او پیوستون پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د نړۍ او اسلامي هېوادونو د امنیت، عدالت او سولې د ټینګښت لپاره یې د حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم له ارزښتناک سیرت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
-
حسیني: امریکا یو شمېر هېوادونه په لنډ وخت کې اشغال کړل، خو د ایران پر وړاندې هېڅ ونه شو کړای
Aug 29, 2026 15:15په کابل کې د ایران سفارت د فرهنګي چارو مسوول، ډاکټر سید روحالله حسیني، په يوه غونډه کې د ایران او هغو هېوادونو ترمنځ توپیرونو ته اشاره کړې چې په تېرو کلونو کې د امریکا له لوري اشغال شوي دي.
-
ديني عالمان د میلادالنبي په مناسبت د مسلمانانو پر وحدت او يووالي ټینګار کوي
Aug 29, 2026 14:42دیني عالمان او د نظر خاوندان وايي، د حضرت محمد ﷺ د مبارک میلاد له مهمو پیغامونو څخه یو هم د مسلمانانو ترمنځ د وحدت، ورورګلوۍ او یووالي پیاوړتیا ده. دوی ټینګار کوي چې مسلمانان باید د رسول الله ﷺ له سیرت څخه په الهام اخیستو خپلمنځي اختلافات لمنځه یوسي او د مینې، یووالي او ورورولۍ فضا پیاوړې کړي.
-
تفسیر | ولې د ایران د ملت پر ضدد امریکا اقتصادي تروریزم د بشریت پر وړاندې د جنایت بېلګه ده؟
Aug 29, 2026 12:37پارس ټوډې ــ د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا اقتصادي تروریزم، د بشریت پر وړاندې جنایت بللی دی.