د درس په کلاسونو کښې د افغان نجونو ځای لاهم خالي دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177462-د_درس_په_کلاسونو_کښې_د_افغان_نجونو_ځای_لاهم_خالي_دی
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تش ټولګي په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د نن ورځې واقعیت دی.
(last modified 2026-08-31T09:13:46+00:00 )
Aug 31, 2026 13:39 Asia/Kabul
  • د درس په کلاسونو کښې د افغان نجونو ځای لاهم خالي دی

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تش ټولګي په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د نن ورځې واقعیت دی.

د فارس خبري اژانس په لیکنه، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اعلان کړی چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې لا هم له زده‌کړو، کار او د خپل راتلونکي د ټاکلو له فرصت څخه بې برخې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار لګېدلي محدودیتونه د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو له سترو اندېښنو څخه دي.

طالبانو په افغانستان باندې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې درولې دي او د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې «تش ټولګي او خالي مېزونه» په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو واقعیت دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې زیاته کړې چې په افغانستان کې نجونې لا هم زده‌کړیزو فرصتونو ته له لاسرسي محرومې دي او دغه وضعیت د هغوی راتلونکی له جدي محدودیتونو سره مخ کړی دی.