اروپا د افغان کډوالو د ایستلو په لټه کې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177460-اروپا_د_افغان_کډوالو_د_ایستلو_په_لټه_کې_ده
ټاکل شوې چې د اروپا پارلمان د افغان کډوالو د ایستلو د موضوع د څېړلو لپاره غونډه جوړه کړي.
(last modified 2026-08-31T09:01:54+00:00 )
Aug 31, 2026 13:25 Asia/Kabul
  • اروپا د افغان کډوالو د ایستلو په لټه کې ده

ټاکل شوې چې د اروپا پارلمان د افغان کډوالو د ایستلو د موضوع د څېړلو لپاره غونډه جوړه کړي.


د فارس خبري اژانس  د راپور له مخې، د اروپا پارلمان د بشري حقونو فرعي کمېټه به د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو د موضوع د څېړلو لپاره غونډه جوړه کړي.

تېره اوونۍ جرمني ۳۰ افغان وګړي د یوې چارټر الوتنې له لارې د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته وایستل.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې اوس مهال د طالبانو درې کسیزه پلاوی په جرمني کې دی او ویل شوي چې د دغه پلاوي د سفر موخه د افغان اتباعو د ایستلو بهیر د چټکتیا لپاره له جرمني حکومت سره همکاري ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې دغه درې کسیز پلاوی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا ټاکل شوی او جرمني ته استول شوی دی.