-
نړیوالې ایټمي خبرې اترې باید کامیابې شي
Apr 08, 2023 01:18د چین او فرانسې په ګډې اعلامیې کې ټينګار شوی ، فرانسه او چین د ایران دایټمی موضوع دحل لباره دسیاسی اوډيپلوماټيک حل لارې پر موندلو کلک هوډ لري.
-
چین د اوکراین په جنګ کښې د روسیې ملاتړی نه کوي
Apr 07, 2023 01:01زمونږ خبریال راپور راکړی په اروپايي اتحادیې کښې د چین سفیر فوکونګ وویل پیکینګ د اوکراین په جنګ کښې د روسیې ملګری نه دی.
-
اسلامي ایران او عربستان زر خپل سفارتونه بیرته پرانیزي
Apr 06, 2023 08:31فارس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په پیکینګ کښې د دواړو هیوادونو د سفارتونو د بیرته پرانیستلو لپاره د موافقې په ترڅ کښې د ملګرتیاو د پراختیا په لاره کښې د خنډونو د له مینځه وړلو لپاره په خپل چمتووالي ټينګار وکړ.
-
د امیر عبداللهیان او د فیصل بن فرحان رسمي کتنه؛ د ایران او د عربستان د اړیکو احیا کیدل:-
Apr 06, 2023 10:49د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د سعودي عربستان د باندنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان نن د چین په پلازمینې پیکینګ کښې کتنه او د دوه اړخیزه اړیکو د احیا په اړه موافقه وکړه.
-
د ایران خارجه وزیر له فیصل بن فرحان سره خبرې ښې وبللې
Apr 06, 2023 09:21زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سعودي عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره خبرې ښې وبللې او ویې ویل خبرې ښې او مخ پر وړاندې وې.
-
چین د امریکا کړي غلطیانې جبرانوي
Apr 06, 2023 09:00تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په چین کښې د ایران سفیر محمد کشاورززاده د عربستان او د ایران ګډه بیانیه په نږدې راتلونکي کښې د دواړو هیوادونو د سفارتونو د بیرته پرانیستل کیدا او د ډيپلوماټیکو اړیکو د له سره پیلولو لپاره د تهران او د ریاض د موافقې دوام وبلله.
-
د اسلامي ایران او د عربستان خارجه وزیران سبا کتنه کوي
Apr 05, 2023 01:41زمونږ خبریال راپور راکړی د سعودي عربستان «الشرق الاوسط »ورځپاڼې چې له لندن څخه چاپیږي د خبرو سرچینو په قول وویل د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د عربستان د باندنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان به سبا(پنجشبه) په چین کښې له یوبل سره کتنه وکړي.
-
د "خنجراب" په پوله د پاکستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پیل
Apr 03, 2023 09:05د چین او پاکستان تر منځ د "خنجراب" پوله له درې کلونو وروسته د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه.
-
د روسې د خارجه وزارت نوي نظرئې ته یوه کلی کتنه
Apr 02, 2023 11:37د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دروسیې د خارجه وزارت نوي نظریه تصویب او په دې زمینې کې ئې یو فرمان لاسلیک کړ. پوتین د روسیې د امنیت شورا له دایمی غړو سره په کتنې کې ووئيل،په نړیوال ژوند کې ریشه ایز بدلولونه ،مونږ د روسیې د بهرنی سیاست د نظرئې پشمول چې د ډيپلوماټيک فعالیت اصول، دندې او لومړیتوبونه مشخص کوي،د سټراژيکې پلانونې اصلي سندونو جدي اصلاح ته اړباسي.
-
په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د لېدنې وخت او ځای وټاکل شي
Apr 02, 2023 04:51د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې د وخت او ځای د نهايي کولو لپاره به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې ټیلفوني خبرې اترې وشي.