ملګرو ملتونو امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i132210-ملګرو_ملتونو_امیرخان_متقي_ته_د_پاکستان_د_سفر_اجازه_ورکړې
د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د طالبانو د بندیزونو کمېټې هوکړه کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړي.
(last modified 2023-05-02T03:19:12+00:00 )
May 02, 2023 07:45 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړې

د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د طالبانو د بندیزونو کمېټې هوکړه کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړي.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، رویټرز خبري اژانس لیکلي، متقي له اوږدې مودې راهیسې د ملګرو ملتونو د سفر تر بندیز لاندې دی.

په خبر کې راغلي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ماموریت په یوه لیک کې له دغې کمېټې غوښتي چې متقي دې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لیدو لپاره د سفر له بندیزه معاف شي.

خبر کې راغلي، متقي به د می میاشتې له شپږمې تر نهمې نیټې پورې په اسلام آباد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.

که څه هم معلومه نه‌ده چې د دغه سفر اجنډا به څه وي، خو رویټرز لیکلي چې د سفر ټول لګښت پاکستان پر غاړه اخیستی دی.

پخوا تر دې د چین او پاکستان چارواکو ویلي، خوښ دي چې د طالبانو تر رهبرۍ لاندې افغانستان د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز له څو میلیاردي پروژې سره یو ځای کېږي.

په تېره اپریل میاشت کې ځینو پاکستاني رسنیو هم هغه هېواد ته د امیر خان متقي د احتمالي سفر خبرونه خپاره کړي وو.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.