-
عربیستان عربی اتحادئې ته د سورئې د بیرته ستنیدا هرکلی کوي
Apr 13, 2023 12:37سعودي عربستان د ریاض اودمشق ترمینځ د ډيپلوماټيکو اړیکو د بیرته پيلیدا او عربی اتحادئې ته د سورئې پر ستنیدا ټينګار کړی.
-
د افغانستان پیښو د ایران او پاکستان د ملګرتیاؤد پیاوړتیا ضرورت زیات کړی
Apr 13, 2023 10:20د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر امیر عبداللهیان د پاکستان د خارجه وزیر له مرستیالې حنا رباني کهر سره په کتنې کې ټينګار وکړ، دافغانستان پيښو د ایران او پاکستان د ملګرتیاؤ د پیاوړتیا ضرورت دوه چنده زیات کړی دی.
-
د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر هم ازبکستان ته لاړ
Apr 13, 2023 08:40د افغانستان د ملی امنیت د شورا پخواني سلاکار بشیر صافي پخپل ټولنیز پیغام کې پرون لیکلي وو، ازبکستان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د څلورمې ناستې د کوربه په توګه د ملګروملتو له امنیت شورا په دغې ناستې کې د ګډون لپاره د سفر له ممنوعیّته د طالبانو د خارجه وزیر د معافیّت غوښته کړې ده.
-
مصر روسیې ته د وسلو د ورکولو ادعا رد کړه
Apr 13, 2023 01:47د امریکا د یوه پټ اسنادو له مخې چې په دې وروستیو کې افشا شوي، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د اوکراین د جګړې په ترڅ کې کرملین ته د لسګونو زرو راکټونو د ورکولو اراده لري.
-
د تهران-ریاض موافقه په سیمې کې د سولې لپاره ډیره مهمه ده
Apr 12, 2023 01:53ایران او عربستان له څو پړاویزو خبرواترو وروسته د چین په مینځکړیتوب سره موافقه کړې چې خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې له اوو کلونو وروسته بیرته پيل کړي. همداراز د عربستان او ایران دخارجه و زیرانو هم په همداوروستیو کې په بیجینګ کې سره ولیدل او ددواړو هیوادونو داړیکو دراتلونکي په باب ئې سره مشورې وکړې.
-
د افغانستان په باب د سمر قند غونډه له افغان استازي پرته ترسره کیږي
Apr 12, 2023 01:24په دغې ناستې کې به د اسلامی ایران،چین،روسیې، پاکستان،ترکمنستان،تاجیکستان او ازبکستان هیوادونو استازي په دغې ناستې کې ګډون وکړي.
-
د امریکا په فیلاډلفیا ښار کې د زده کونکو په ضد وسلوال تاؤتریخوالي په اوڅاره توګه زیات شوي دي
Apr 12, 2023 02:51کلونه کیږي چې ډیری امریکایان په امریکا کې د وسلو د ګرځولو او لرلو په آزادۍ په اعتراض سره په دې زمینې کې د خپل هیواد دقوانینو د اصلاح غوښته کوي، خو په دغاه هیواد کې د وسلو لابیانې دومره قدرتمنې دي چې کانګرس هم تر دې دم ه په امریکا کې د وسلو د ګرځولو دمحدودولو لپاره هیڅ ملموسي اقدام نه دی ترسره کړی.
-
د شهیدانو غچ به اخیستل کېږي
Apr 08, 2023 13:03د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قومندان ځای ناستي ټینګار وکړ: د هر یوه شهید غچ به اخیستل کېږی.
-
له افغانستان څخه د وتلو په اړه د بایډن ادارې رسمي راپور خپور کړ
Apr 08, 2023 12:25سپینې ماڼۍ په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د بایډن د ادارې د ناوړه او ناورینوونکي وتلو په اړه خپل رسمي راپور خپور کړ. په دغه راپور کې د ټرمپ اداره په پرلپسې ډول له افغانستانه د امریکا د وتلو په کړکېچ او ګډوډۍ تورنه شوې او د هغه پر ادارې په نیوکې سره د امریکا د وتلو د شرایطو محدودولو په اړه راغلي دي: هېڅ داسې نښه نه وه چې په افغانستان کې ډېر وخت، ډېره بودجه یا ډېری امریکایان وکولای شي پېښو ته بدلون ورکړي، دا راپور د ټرمپ ادارې لخوا قصدي د ځواکونو کمولو ته اشاره کوي.
-
د اټومي ټکنالوژۍ ملي ورځ پر ځان د باور او علمي او ملي خپلواکۍ نښه ده
Apr 08, 2023 11:17د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هماهنګۍ مرستیال ټینګار وکړ: د اټومي ټکنالوژۍ ملي ورځ پر ځان د اعتماد او د علمي او ملي خپلواکۍ نښه ده.