د شهیدانو غچ به اخیستل کېږي
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قومندان ځای ناستي ټینګار وکړ: د هر یوه شهید غچ به اخیستل کېږی.
د "میلاد حیدري" او "مقداد مهقاني" د حرم د مدافع شهیدانو د یاد مراسم نن (شنبه) د ایران د پوځي او ملي چارواکو، د شهیدانو د کورنیو او د تهران د قدرمنو خلکو په شتون سره ترسره شول.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قومندان ځای ناستي سردار علي فدوي وویل: د "میلاد حیدري" او "مقداد مهقاني" د حرم د مدافع شهیدانو غچ اخیستل زموږ له پلانونو څخه دي.
سردار علي فدوي نن له ایران پرس خبري آژانس سره په خبرو کې د دې په بیان سره چې د باطل پر وړاندې جګړه خلاصون نه لري زیاته کړه: په قرآن کریم کې په واضح ډول راغلي دي چې په دغه جنګ کې به د باطل جبهه هېڅکله بریالۍ نه شي. او باطله جبهه په تلپاتې ماتې کې ده.
د سپاه پاسدارانو د قومندان ځای ناستي د "میلاد حیدري" او "مقداد مهقاني" د حرم مدافعینو شهیدانو د نمانځنې په مراسمو کې وویل: د هره یوه شهید غچ اخیستل یو له پلانونو څخه دی، ځکه چې اسلامي جبهه په یوه فرد، یا دوه کسان، یوه هیواد یا دوه هیوادونو پورې اړه نه لري.
سردار علي فدوي په الاقصی جومات کې په روژه ماتوونکو باندې د صهیونیستیانو بریدونو ته په اشارې سره وویل: په دې څو ورځو کې د فلسطین په خاوره کې ګډوډي روانه ده او صهیونیستیان شپه او ورځ خوندي نه دي.