د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر هم ازبکستان ته لاړ
د افغانستان د ملی امنیت د شورا پخواني سلاکار بشیر صافي پخپل ټولنیز پیغام کې پرون لیکلي وو، ازبکستان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د څلورمې ناستې د کوربه په توګه د ملګروملتو له امنیت شورا په دغې ناستې کې د ګډون لپاره د سفر له ممنوعیّته د طالبانو د خارجه وزیر د معافیّت غوښته کړې ده.
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ناستې کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړ.
ټاکل شوې ده د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو څلورمه ناسته د روسیې، چین ،ایران او پاکستان ،تاجیکستان،ترکمنستان او ازبکستان د خارجه وزیرانو په شتون سره نن په سمرقند کې ترسره شي، له دې مخکې وئيل شوي وو ، چې په دغې ناستې کې به د تیرو غونډو په څیر د طالبانو استازی شتون ونه لري.
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د طالبانود حکومت د خارجه وزارت د ویندوي مرستیال حافظ ضیاءاحمد نن سهار پخپل ټویټ کې لیکلي دي ،تمه کیږي،مولوی امیر خان متقي د سمرقند غونډې په څنډې کې د سیمې د ځينو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره جلاجلا هم وګوري.