-
د «شیعه غږملتیا چوکاټ»یوځل بیا نوري مالکي د عراق لومړی وزیر اعلان کړ
Feb 01, 2026 00:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د «شیعه غږملتیا» چوکاټ یوځل بیا د دغه هیواد د لومړي وزارت د څوکۍ لپاره د نوري مالکي کاندید کیدا ته د پاې بندۍ په اعلانولو سره په دغه بهیر کښې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه او یا دباو په پریکنده توګه رد کړ.
-
له ایران اسلامي جمهوریت سره د خبرو اترو په حال کښې یوو
Feb 01, 2026 00:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په دې خبرې سره چې له ایران سره د خبرو اترو په حال کښې یوو ادعا وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله د واشنګټن سټراټيژۍ په خبرو اترو متمرکزه ده نه په جنګ.
-
ایران به هر ډول غلیمانه اقدام ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي
Jan 31, 2026 08:41پارسټوډې – د ایران په عالي دفاعي شورا کې د اسلامي انقلاب د معظم لارښود استازي وویل، چې د دښمن له لورې هر ډول غلیمانه خوځښت به د ایران د اسلامي جمهوریت له سخت مخه نیونکي ،کوټلي او اغېزشیندونکي ځواب سره مخ شي.
-
عراقچي: ایران له برابر دریځ څخه د عادلانه اټومي مذاکراتو لپاره چمتو دی
Jan 31, 2026 03:41پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اټومي پروګرام پر سولهییز ماهیت په ټینګار سره اعلان وکړ: ایران د اټومي مذاکراتو بیا پیلولو ته چمتو دی، په دې شرط چې دا مذاکرات له برابر دریځ څخه، د ګډو ګټو پر بنسټ او د متقابل درناوي په فضا کې ترسره شي.
-
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ترهګر بللو کې د اروپا د پرېکړې په اړه د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي څرګند غبرګون
Jan 31, 2026 03:33پارس ټوډې – د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د اروپايي ټولنې د دښمنانه اقدام پر وړاندې غبرګون وښود.
-
د ايران او ترکيې د ولسمشرانو ترمنځ ټلفوني خبرې؛ پر ډيپلوماسۍ او د تاوتريخوالي پر مخنيوي د تهران او انقرې ټينګار
Jan 30, 2026 12:28پارسټوډې – د ايران او ترکيې ولسمشرانو د ستونزو د حل لپاره پر ډيپلوماتيکو، متقابل تعامل ولاړو او د خبرو اترو پر بنسټ ولاړو لارو چارو ټينګار وکړ.
-
د سپاه پاسداران د ترهګر بللو په اړه د اروپايي ټولنې د اقدام موخې او پايلې څه دي؟
Jan 30, 2026 12:20پارسټوډې – اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ، د جنورۍ په ۲۹مه، په يو ايرانضد اقدام کې، د ايران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په خپل ترهګريز ليست کې شامل کړ.
-
د آذربايجان جمهوريت: موږ به هېڅکله د ايران پر ضد د خپل هوايي حريم د کارولو اجازه ور نه کړو
Jan 30, 2026 10:53د اذربايجان جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې وويل چې باکو به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له هوايي حريم يا خاورې څخه د ګاونډي هېواد، يعنې ايران، پر ضد د پوځي عملياتو لپاره کار واخيستل شي.
-
د ترکيه په تر ټولو سترې چاڼخونې کې چاودنه او اورلګېدنه
Jan 30, 2026 10:49د ترکيې چارواکو او رسنيو د دې هېواد په تر ټولو لويې د تېلو چاڼ خونه کې د سترې چاودنې او اورلګېدنې خبر ورکړی او ويلي يې دي چې دغه چاڼخونه په بشپړ ډول تخليه شوې ده.
-
فلسطیني شنونکی: اسرائیل لا هم د ټولې فلسطیني خاورې د اشغال په لټه کې دی
Jan 29, 2026 11:32پارسټوډې – یوه فلسطیني شنونکي وویل چې د صهیونیسټي رژیم وروستی هدف د ټولې فلسطیني خاورې اشغال دی.