له ایران اسلامي جمهوریت سره د خبرو اترو په حال کښې یوو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په دې خبرې سره چې له ایران سره د خبرو اترو په حال کښې یوو ادعا وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله د واشنګټن سټراټيژۍ په خبرو اترو متمرکزه ده نه په جنګ.
هغه له« فاکس نیوز» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دغه ادعا باندې ټینګار سره چې اصلي کړچار له ایران سره خبرې اترې دي وویل واشنګټن د خپلو پروګرامونو په هکله په فارس خلیج سیمه کښې خپلو متحدانو ته د ایران په هکله اطلاع نه ورکوي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ د ایران په وړاندې د واشنګټن د پلان او له دغه پلان څخه په سیمه کښې د خپلو عربو متحدانو د خبرولو په هکله پوښتنې ته په ځواب کښې وویل مونږ نشو کولای خپل پلان عربو هیوادونو ته اعلان کړو.
ټرامپ وویل خو وګورئ پلان دا دی چې ایران له مونږ سره خبرې کوي او وبه ګورو ایا کوم کار ترسره کولای شو په بله بڼه کښې به وګوو چې څه کیږي.
مونږ هلته یوه ستره جنګي بیړۍ بیولې ده له هغه بیړۍ ستره چې په وینزویلا کښې مو لرله او اوس یې هم لرو.
د امریکا ولسمشر ټرامپ په دې خبرې سره ایران د خبرو اترو په حال کښې دی ادعا وکړه ایران تل د خبرو اترو غوښتونکی دی خو هدفونه یې معلوم نه دي.