ایران به هر ډول غلیمانه اقدام ته غاښ ماتونکی ځواب  ورکړي  
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170196-ایران_به_هر_ډول_غلیمانه_اقدام_ته_غاښ_ماتونکی_ځواب_ورکړي
پارس‌ټوډې – د ایران په عالي دفاعي شورا کې د اسلامي انقلاب  د معظم لارښود استازي وویل، چې د دښمن له لورې هر ډول غلیمانه خوځښت به د ایران د  اسلامي جمهوریت له سخت مخه نیونکي ،کوټلي  او  اغېزشیندونکي  ځواب سره مخ شي.
(last modified 2026-01-31T04:14:14+00:00 )
Jan 31, 2026 08:41 Asia/Kabul
  • د ایران په  عالي دفاعي شورا کې د اسلامي انقلاب د رهبر استازی علي شمخاني
    د ایران په  عالي دفاعي شورا کې د اسلامي انقلاب د رهبر استازی علي شمخاني

پارس‌ټوډې – د ایران په عالي دفاعي شورا کې د اسلامي انقلاب  د معظم لارښود استازي وویل، چې د دښمن له لورې هر ډول غلیمانه خوځښت به د ایران د  اسلامي جمهوریت له سخت مخه نیونکي ،کوټلي  او  اغېزشیندونکي  ځواب سره مخ شي.

علي شمخاني، چې د لبنان له المیادین ټیلیویژني چینل سره ئې  سره په مرکې کې خبرې کولې وویل: زمونږ اوسنی لومړیتوب دا دی چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولرو.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، علی شمخاني  ټینګار وکړ:زموږ ځواب روښانه دی؛ هر هغه اقدام چې د دښمن دغلیمانه نیت نښه وي، له سخت  مخه نیونکي، کوټلي، فوري او  اغېزشیندونکي ځواب سره به مخ شي.»

شمخاني زیاته کړه چې د ایران ځواب یوازې سمندري نښتو پورې محدود نه دی، او مونږ د لا پراخو او پرمختللو سناریوګانو لپاره هم تیار شوي یوو.

هغه وویل:  دا ځواب به د صهیونیستي رژیم نیواکي ټآټوبو تر وروستیو سیمو پورې د برید امکان هم ولري.

 

د ټرمپ د نوي غلیمانه اقدام په وړاندې د کیوبا د ولسمشر غبرګون

  د کیوبا ولسمشر میګوئل دیاز کانل وویل چې د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي کیوبا له اقتصادي پلوه  په دباؤ کې راولي.

هغه وویل: د ټرمپ اقتصادي اقدامات د دروغجنو او د تشو پَلمو پر اساس دي.

دیاز کانل زیاته کړه ،ټرمپ غواړي پر هغو هېوادونو چې له کیوبا سره د تېلو اړیکې لري، د ګمرکي تعرفو په لګولو سره د کیوبا اقتصاد په نښه کړي.

 

ملګري ملتونه: د غزې د سولې شورا د ټرمپ د ګټو لپاره ده

د غزې په اړه د ټرمپ د پلان پر وړاندې د نیوکو  په دوام کې، د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورټرې  فرانچسکا آلبانېزه، د فلسطین  دنیواکي سیمو  د بشري حقوقو په اړه، وویل:د غزې په نوم د سولې شورا د ټرمپ د ګټو لپاره کار کوي او د ملګرو ملتو د بدیل په توګه جوړه شوې ده.

هغې وویل: «په غزې کې اوربند نشته؛ وژنې روانې دي، او سنایپر ځواکونه لا هم هغه فلسطینیان په نښه کوي چې د خوړو په لټه کې دي.

آلبانېزه زیاته کړه: «هغه څه چې اسراییلي  ښارګوټي میشته  ئې کوي، ترهګري ده؛ دا باید نه یوازې وغندل شي، بلکې باید له اسراییلو سره   اړیکې غوڅې  شي.

 

له سویلي افریقا څخه د صهیونیستي رژیم د سفارت د سرپرست شړل

د سویلي افریقا حکومت، د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د خپلو دریځونو په دوام کې، آریل سیدمان ته چې د دغه رژیم د سفارت سرپرست  ؤ، ۷۲ ساعته مهلت ورکړ چې د دغه هېواد خاوره پرېږدي.

دا پرېکړه وروسته له دې  شوې چې صهیونیستي چارواکو په ټولنیزوچینلونو کې څو ځله رسمي مطلبونه خپاره کړل چې پکې د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا ته سپکاوی شوی و.

سویلي افریقا له هغو هېوادونو  ده چې   نړیوالې محکمې (ICJ) ته ئې د شکایت په وړاندې کولو سره، اسراییل د غزې په تړانګې کې د نسل‌کشي په تور تورن کړی، او تل ئې د جګړې د سمدستي درولو او د تل‌ابیب د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

 

روسي ډیپلومات : اروپائي اتحادیه د اوکراین د احتمالي اوربند د څار وړتیا نه لري

 ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر ګروشکو وویل چې اروپايي اتحادیه د اوکراین د جګړې یوه ښکېله خوا ده، او که اوربند هم ټینګ شي، دا اتحادیه   د څارونکي رول نشی لوبولی.

هغه زیاته کړه چې د ناټو  اوسنی سیاست له روسیې سره د نه‌منل کېدونکې شخړې پر لور روان دی  او مسکو دا تګلاره په خپل دفاعي پلان جوړونې کې په پام کېنیولې ده .