-
ټي ټي پي په افغانستان کې نشته
Jan 26, 2024 02:19طالبانو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير تر ګواښونکو خبرو وروسته د دې ډلې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته او داعش هم په دې هېواد کې ځپل شوی دی.
-
د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی
Jan 26, 2024 02:07د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام آباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».
-
مسکو د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د نه رعایتولو په خاطر په رسمیت نه پېژني
Jan 26, 2024 01:57د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې، هېواد یې د طالبانو حکومت په دې خاطر په رسمیت نه پېژني، چې بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه نه مني او پراخ بنسټه اداره نه جوړوي.
-
د حضرت امام علي (ع) نېکمرغه زوکړه او د پلار ورځ دې ټولو ته مبارک وي
Jan 25, 2024 01:25نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رجب د میاشتې ۱۳مه، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د جنورۍ له ۲۵ نېټې سره برابره ده، د نړۍ د اهل تشیع د لومړي امام حضرت امیرالمومنین علي (ع) د زوکړې له ورځې سره سمون لري.
-
د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته
Jan 25, 2024 02:09د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ۱۰ هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.
-
په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
Jan 24, 2024 11:07ژاو شینګ په کابل کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد سره په کتنه کې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او د روغتیا په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
-
د پاکستان د پوځ او د افغان طالبانو ترمینځ سر حدي نښتو بیا رابرسیره کیدا
Jan 21, 2024 10:16د افغانستان او پاکستان ترمیځ د سرحدي لارو له بندیدا سره په یووخت د پا کستان د پوځ او د افغانستان د طالب ځواکونو ترمینځ سرحدي نښتې زیاتې شوي دي.
-
په لغمان کې د والیبال پر سر د شخړي له امله ۴ تنه وژل شوي
Jan 19, 2024 01:44د افغانستان د لغمان ولایت په یوه کلي کې تېره چهارشنبه د مرغومي په ۲۷مه د والیبال په سیالۍ کې د دوو خواوو ترمنځ په شخړه کې ۴ تنه وژل شوي دي.
-
د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت دوام د تدریجي مرګ په معنا دی
Jan 19, 2024 01:22د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په دې هېواد کې بې وزلي او د حل لارې په اړه په غږیز پوډکاسټ پروګرام کې ویلي، چې د افغانستان د نفوس نیمه برخه په مطلقې بې وزلۍ کې ژوند کوي او د خلکو درېیمه برخه د یوې یا دوه ډوډیو د اخیستو توان نه لري.
-
په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه کم شوی
Jan 19, 2024 01:10د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکي وایي، چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له جدي اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.