کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو هرکلی کوو
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو په اړه له خپرو شویو راپورونو سره سم ویلي، که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډول پرېکړه وي، دوی یې هرکلی کوي.
نوموړي په دې اړه ویلي چې په افغانستان کې د امریکا سفارت بیا پرانیستل د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دی او طالبان چمتو دي چې په دې برخه کې د امریکا سفارت او ډیپلوماټانو امنیت وساتي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نوي سټراټېژیک سند یوه برخه په رسنیو کې خپره شوې، چې له ترهګرۍ سره مبارزې، د اقتصادي مرستو برابرولو او د سیمهایز ګډون او په افغانستان کې د قونسلي خدمتونو بیا پیلولو ته پکې اشاره شوې ده.
په همدې حال کې کارپوهان باور لري چې امریکا د سیاسي ګټو له امله په افغانستان کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو هڅه کوي.