کابل کښې د وروستیو پيښو د څیړنې ولسي غونډه جوړه شوه
د کابل په لویدیځ کې د وروستیو پېښو تحلیل او ارزونه تر سرلیک لاندې یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوه.
پدې غونډه کې د اهل تشیع یو شمیر دیني علماو او قومي مشرانو له چارواکو سره خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.
په دې مراسمو کې ويناوالو، ديني او ملي مشترکات د خلکو د اتحاد او د دښمن د دسیسو د شنډولو لامل وبلل او د خلکو ترمنځ د لا زیات وحدت او یووالي غوښتونکي شول.
د ښار او کور جوړونې وزارت مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامياني يادې ناستې ته د خبرو پر مهال د افغانانو ترمنيځ پر يو موټي والي او اتفاق ټينګار وکړ.
ښاغلي کريمي د هېوادوالو ترمنځ د تفرقې د رامنځته کولو لپاره د دښمنانو هڅې ناکامې وبللې او ویې ویل، حکومت باید د عدالت په تامین کې د هر ډول ناوړه چلند د مخنیوي او له تبعیض سره د مبارزې هڅه وکړي.
د اهل تشيع د علماوو شورا غړي آيت الله واعظ زاده بهسودي وويل خلکو ته لازمه ده چې د یووالي په ساتلو سره د ښو کارونو په ترسره کولو او د ناوړه کارونو په مخنيوي کې خپل مسوليت ادا کړي.
همداراز په یاده غونډه کې ویناوالو د سرپرست حکومت کړنې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې وستایلې او زیاته یې کړه چې دښمن په لټه کې دی تر څو د یو شمېر مغرضو او خواله رسنیو له لارې منفي تبلغیات ترسره کړي.
د غونډې ګډونوالو د عدالت په تامین، د کار او زده کړو پر تامین ټینګار وکړ او له سرپرست حکومت څخه یې وغوښتل چې د هېواد د لوستو خلکو له علمي وړتیاوو پرته له کوم امتیاز او تبعیضه ګټه پورته کړي او دولتي بستونو ته یې جذب کړي.