-
د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغانستان هر کال له پرلپسې طبیعي پېښو سره مخ کېږي
Dec 31, 2025 10:07د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) راپور ورکړی، چې افغانستان هر کال له پرلپسې طبیعي پېښو سره مخ کېږي.
-
مجاهد: تېر کال د بهرنیو اړیکو برخه کې مهم پرمختګونه شوي
Dec 31, 2025 09:51د افغان طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې په تېر زیږدیز کال افغانستان د ډیپلوماسۍ او له نړۍ سره د اړیکو په برخه کې مهم پرمختګونه کړي دي.
-
پاکستان باید له افغانستان سره د ملګرتیا فرصت له لاسه ورنه کړي
Dec 29, 2025 02:32د پاکستان د ولسی جرګې پخواني مشر او د «تحریک تحفظ آئین پاکستان» ائيتلاف عمومي منشي اسد قیصر د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو هرکلی وکړ او ټینګار ئې وکړ چې له کابل سره د ملګرتیا او د اړیکو د پیاوړتیا فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي، ځکه دا کار کولی شي د سیمې د سولې او پرمختګ زمینه برابره کړي.
-
د پولې له پېښې وروسته د افغانستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړي
Dec 29, 2025 01:39امیرخان متقي د جدي څېړنو د پیل پر ټینګار وویل، د دې خبرو موخه دا ده چې د پاروونکو ډلو له ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي او د دواړو هېوادونو په ګډو پولو کې ثبات وساتل شي.
-
د ایران او افغانستان تر منځ د کلتوري اړیکو پر ټینګېدا او پراختیا ټینګار وشو
Dec 28, 2025 11:23په هغه ناسته کې ،چې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس او په جلال اباد کې د ایران اسلامي جمهوریت سرقونسل تر منځ وشوه دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ په دوه اړخیزه کلتوري اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.
-
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي دي
Dec 28, 2025 08:30د افغان طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزرات وزیر، ملا هدایتالله بدري په کابل کې د ایران له سفیر، علي رضا بیکدلي سره کتلي دي.
-
افغانستان ته د اوزبیکستان صادرات ۴۰سلنه زیات شوي
Dec 28, 2025 08:19د اوزبیکستان د احصایې ملي کمېټې په تازه راپور کې ویل شوي چې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دا اندازه په ۲۰۲۴ کال کې ۹۲۱ میلیونه ډالره وه.
-
له نن څخه ۴۶ کاله پخوا په دې ورځ شوروي پر افغانستان یرغل وکړ
Dec 27, 2025 03:34له نن څخه ۴۶ کاله پخوا د ۱۹۷۹ د ډسمبر په ۲۷مه /۱۳۵۸ د مرغومي ۶/ د شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ، د افغانستان د هماغه وخت دولتمشر حفیظ الله امین یې وواژه او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کښېناوه.
-
په توکیو کې د افغانستان سفارت راتلونکې میاشت خپل فعالیت دروي
Dec 27, 2025 02:52په جاپان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د راتلونکې میاشتې په پای کې به خپل فعالیت ودروي. په توکیو کې د افغانستان سفارت د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو لهخوا اداره کېږي.
-
په لومړي ځل له کندهار څخه قطر ته انار صادر شول
Dec 27, 2025 02:44په کندهار کې د «شفیع نصیب» په نوم یوه خصوصي سوداګریز شرکت د دغه ولایت انار د قطر او دوبۍ بازارونو ته صادر کړي دي. د یاد شرکت چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت یې شاوخوا ۲۰ټنه انار قطر ته د لومړي ځل لپاره صادر کړي دي.