افغان شرکتونو له ازبکستانه د درملو د واردولو قراردادونه لاسلیک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173552-افغان_شرکتونو_له_ازبکستانه_د_درملو_د_واردولو_قراردادونه_لاسلیک_کړل
د افغانستان د درمل جوړونې سکټور یوه پلاوي د ازبکستان له پنځو سترو درمل جوړوونکو شرکتونو سره د ۵ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي.
(last modified 2026-05-30T08:14:39+00:00 )
May 30, 2026 12:30 Asia/Kabul
  • افغان شرکتونو له ازبکستانه د درملو د واردولو قراردادونه لاسلیک کړل

د افغانستان د درمل جوړونې سکټور یوه پلاوي د ازبکستان له پنځو سترو درمل جوړوونکو شرکتونو سره د ۵ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي.

دغه ۳۵ کسیز پلاوی، چې له بلخ ولایت څخه تللی وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو د سوداګرۍ د پراختیا په موخه تاشکند ته سفر کړی وو.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ویلي، دا قراردادونه کولای شي د افغانستان د درملو تر ۲۵ سلنې اړتیا د ازبکستان له وارداتو پوره کړي.

د بلخ د درمل جوړونې د اتحادیې مشر، محمدصدیق محمدي ویلي، له ازبک شرکتونو سره د نژدې پنځه میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه وروستي شوي، چې له مخې به یې افغانستان ته درمل صادرېږي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم ویلي چې ازبک درمل د افغان سوداګرو لپاره ارزانه دي او دغه هوکړې به د هېواد د درملو د اړتیاوو د پام وړ برخې په پوره کولو کې مرسته وکړي.

اقتصادي شنونکو ویلي، په ازبکستان کې تولیدېدوونکي درمل هم لوړ کیفیت لري او هم مناسب قیمت، خو په عین حال کې یې په افغانستان کې د کورني درمل جوړونې صنعت پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

افغانستان لا هم تر ډېره پر وارداتي درملو متکي دی او له پاکستان سره د سوداګرۍ د کمېدو له امله، هېواد د بدیلو بازارونو، په ځانګړي ډول د ازبکستان پر درملو ډېره تکیه کړې ده.