-
د طالبانو دفاع وزیر د ځینو هېوادونو تورونو ته سخت غبرګون ښودلی
Aug 16, 2023 07:42د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې پر نه کارېدو ټینګار کوي او وايي چې طالبان په خپله دغې ژمنې ولاړ دي. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
طالبان سبا بیا ډالر لیلاموي
Aug 16, 2023 13:16د طالبانو مرکزي بانک وویل چې په افغانستان کښې د ډالر د ټکاؤ لپاره به سبا بازار ته نور ډالر وړاندې کړي.
-
په افغانستان کښې باید ټولشمول حکومت رامینځته شي.
Aug 16, 2023 00:49زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړولو او د دغه هیواد د ښاریزو د مشکلاتو په حل کولو ټینګار وکړ.
-
له زده کړو د افغان نجونو محرومول لویه بشري سرغړونه ده
Aug 12, 2023 03:59د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون ویلي، چې طالبانو له زده کړو د نجونو او ښځو په منع کولو سره له بشري حقونو تر ټولو سخته سرغړونه کړې ده.
-
له ۱۲ زره افغان خبریالانو څخه ۸ زرو یې خپلې دندې پرېښي
Aug 12, 2023 01:55(ار اېس ایف) یا د بې پولي خبریالان نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د دوه کلنۍ په درشل کې "د طالبانود رژیم تر واکمنۍ لاندې دوه کاله خبریالي ( ژورنالیزم) په نوم یو راپور خپور کړی او ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ مياشتې وروسته، د ۱۲۰۰۰ خبريالانو له ډلې دوه پر درې برخې يې د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي، چې په سلو کې ۸۰ يې ښځينه خبريالانې دي.
-
افغان لوبغاړي د تکواندو نړیوال اتل ته په ماتې ورکولو د سرو زرو مډال وګاټه
Aug 12, 2023 01:38افغان لوبغاړي علي اکبر امیري په کوریا کې د تکواندو په سیالیو کې نړیوال اتل ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
-
په اسلام آباد کې د افغانستان سفير د پاکستاني علماوو او مشایخو د اړیکو شورا له مشرانو سره وکتل
Aug 12, 2023 01:31په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب پرون د خواجه معین الدین محبوب کوریجه په مشرۍ د پاکستان د علماوو او مشایخو د اړیکو شورا له مرکزي او ایالتي مشرانو سره د سفارت په مقر کې وکتل.
-
ملا عبدالغني برادر د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له مشر او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل
Aug 12, 2023 01:22د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له مشر نایل اولپک او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل.
-
په یوې اونۍ کې پنځه افغان خبریالان نیول شوي دي
Aug 12, 2023 01:07په تېرې اونۍ کې په افغانستان کې پنځه افغان خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي، چې د ځینو یې د نیونې لامل هم نه دی روښانه شوی.
-
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له مشر وکتل
Aug 10, 2023 14:29په پاکستان کې د افغانستان سفارت په يو بيانیه کې ويلي چې په دې کتنه کې ښاغلي مولوي سردار احمد شکیب د افغانستان له خلکو سره د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د اوږدمهاله ملاتړ له امله مننه او د اسلام آباد او کابل ترمنځ د پيوستون پر اړتيا يې ټينګار وکړ. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ