د ښځو زده کړې فرض کفايي دي
Aug 23, 2023 09:24 Asia/Kabul
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، چې د ښځو زده کړې فرض کفايي دي او په حجاب کې تعلیم کول شرعي لاره ده.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، نوموړي د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د جوړ شوي سیمینار پر مهال ویلي چې ښځې شریعت کې د میراث، زدهکړو، کار او په بېلابېلو نورو برخو کې شرعي حقونه لري، چې تر اوسه نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو سیاسي مرستیال څرګنده کړې چې د نظام بقاء لپاره باید چارې د یوه اساسي قانون په اډاڼه کې پرمخ یوړل شي.
ټیګونه