له ايران سره سوداګريزه راکړه ورکړه زياته شوې
د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د افغانستان او ايران تر منځ د ۵۱۲ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګريزه راکړه ورکړه شوې ده.
د هېواد ورځپاڼې د خبر له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو په وينا، له هېواده يوازې، د شپږ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د دغه وزارت د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، ايران ته د افغانستان د صادراتو کچه د وارداتو په پرتله کمه ده، خو د صادراتو د زياتوالي په موخه هڅې روانې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي بيا وايي: د پنبې او کاني توکو د صادراتو لپاره ايران يو ښه بازار دی.
ورته مهال يو شمېر سوداګر بیا وايي، چې د صادراتو د زياتوالي لپاره، اړتيا ده چې افغان حکومت او ايران په بندرونو کې لا زياتې آسانتياوې برابرې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړل شويو شمېرو له مخې، د افغانستان او ايران ترمنځ، د سوداګريزو صادراتو او وارداتو کچه په کال کې دوه ميليارده ډالرو ته رسېږي.