-
افغانستان کې سوله او ثبات د ټولو په ګټه دی
Jun 12, 2023 01:38د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، په افغانستان کې د سرپرست حکومت په اړه د پاکستان او نړیوالې ټولنې دریځ یو شان دی.
-
د بشري مرستو د زیاتېدو ژمنه
Jun 12, 2023 01:23په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ځانګړې استازې «روزا اتونبایوا» ویلي چې اوسنۍ مرستې د افغانانو لپاره بسنه نه کوي او دوی هڅه کوي چې دا مرستې زیاتې کړي.
-
د پولیو تشخیص لپاره مو افغانستان کې ۳۷ مرکزونه فعال کړي
Jun 12, 2023 01:16د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې افغانستان کې د پولیو ویروس د تشخیص په موخه د چاپېریال څارنې سېسټم پراخوي او په دغه هېواد کې یې د یاد ویروس تشخیص لپاره ۳۷ مرکزونه جوړ کړي دي.
-
د امنیت شورا وروستی راپور بې اساسه دی
Jun 12, 2023 01:10طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د تحلیل او نظارت څانګې وروستی راپور بې اساسه وباله.
-
د افغانستان په لوګر ولایت کې سېلابونو کروندګرو ته ۵۳ میلیونه افغانۍ زیان اړولی
Jun 12, 2023 04:16په افغانستان کې د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېرې اونۍ سېلابونو له امله په مرکز پلعلم کې ۶۰۰ جریبه کرنیز فصلونه لهمنځه تللي او کروندګرو ته ۵۳ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
-
ایران په تېرو دوو کلونو کې د افغان کډوالو لومړنی منزل او مقصد دی
Jun 10, 2023 12:19د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی، چې په تېرو دوو کلونو کې، د افغان کډوالو لومړی منزل، د ایران اسلامي جمهوریت دی.
-
د افغانستان د بدخشان په کوف آب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي
Jun 10, 2023 13:54د افغانستان د بدخشان ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په کوف آب ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله درې تنه وژل شوي دي.
-
د اسلامي انقلاب د شتون فلسفه د اسلامي امتونو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي
Jun 10, 2023 09:26د تهران د پوهنتون مشر په دې خبرې سره چې د اسلامي انقلاب د وجود فلسفه د مسلمانو ملتونو ترمنځ د یووالي حاصلول دي تاکید وکړ: دغه وحدت باید په ټولنیزو، سیاسي او کلتوري مسائلو کې د ټولو مسلمانانو ترمنځ خپور شي.
-
د نیواکګر رژیم مانورونه د مقاومت د محور پر وړاندې د دوی د کمزورتیا څرګندنه کوي
Jun 10, 2023 09:04د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) ویاند ټینګار وکړ چې د صهیونیسټي رژیم دغه مانورونه د مقاومت د محور پر وړاندې د دوی د کمزورتیا څرګندنه کوي.
-
طالبانو له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې نه دي پرې کړې
Jun 10, 2023 08:19د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې نوی راپور ښيي، چې طالبانو د القاعدې او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې نه دي.