-
د امریکا او هند ترمنځ د پوځي همکاریو د زیاتوالي په اړه پاکستان اندېښنه څرګنده کړې
Jun 24, 2023 04:29پاکستان، ټاپو ته د پرمختللو جنګي ټکنالوژۍ د لېږد په ګډون د امریکا او هند ترمنځ د پوځي همکاریو پر زیاتوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا اقدام یې د سویلي آسیا د سولې او ثبات لپاره زیانمن بللی دی.
-
امریکا او هند په افغانستان کې د یوه ټولګډونه سیاسي جوړښت پر اهمیت ټینګار کړی
Jun 24, 2023 01:37د امریکا ولسمشر او د هند لومړي وزیر د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري او د یوه “ټولګډونه سیاسي جوړښت” د جوړولو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
-
آلمان راتلونکې اونۍ د افغانانو د اېستلو بهیر بیا پیلوي
Jun 24, 2023 01:22ډویچهویله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د جرمني دولت راتلونکې اونۍ د افغانانو د منلو او اېستلو بهیر بیا پیل کړي. ډویچهویله دا خبر د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله خپور کړی دی.
-
په رام الله کې په مقاومتي عملیاتو کې څلور صهیونیسټان په هلاکت ورسېدل
Jun 21, 2023 02:47خبري سرچینو ویلي چې د رام الله په شمال کې د ډزو له امله څلور تنه ښارګوټه مېشتې وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان دي.
-
افغانستان هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو ګاونډیانو پر ضد عمل وکړي
Jun 20, 2023 12:15د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې طالبان به هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې پرخلاف عملیات ترسره کړي.
-
له هلمند څخه د ایران د اوبو قانوني حق تراوسه نه دی ورکړل شوی
Jun 20, 2023 08:54د ایران د انرژۍ وزیر وویل: تر اوسه پورې د هلمند د تړون پر اساس د ایران د اوبو قانوني حق د افغانستان له لوري نه دی ورکړل شوی.
-
د ښځینه کارمندانو د بېرته راستنېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو
Jun 20, 2023 13:10د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) اجرایوي مرستیال او عملیاتي مشر، کارل سیکاو افغانستان ته د پنځه ورځني سفر په ترڅ کې ویلي، چې دغه اداره د ښځینه کارکوونکو د بېرته راستنېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
-
لوېدیځ ته غیر قانوني کډوالي د امریکا او اروپا د غلطو سیاستونو له امله ده
Jun 20, 2023 11:15د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د مدیترانې په اوبو کې د سلګونو کډوالو د یوې کشتۍ د ډوبېدو په غبرګون کې ټینګار وکړ، لوېدیځ ته د غیر قانوني کډوالۍ رېښه د امریکا او اروپا په غلطو سیاستونو کې ده.
-
د افغانستان له خلکو سره مرسته؛ د ملګرو ملتونو د استازي او کاظمي قمي د خبرو محور
Jun 20, 2023 10:58په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال او د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په کابل کې لیدنه او خبرې وکړې.
-
ایران افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو کې اسانتیا راوستې
Jun 20, 2023 07:38په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت چارواکي وایي چې سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.